د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د اتومي موافقې بیا ژوندۍ کول بې ګټې دی


د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهایان شنبه ډسمبر ۹ (لیندۍ۱۸) وویل چې د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره لاسلیک شوې اټومي موافقې بیرته ژوندۍ کول عبث دي.

ښاغلي عبداللهایان د تهران په پوهنتون کې د محصلینو په یوې غونډې کې وویل، "هر څومره چې مونږ پرمختګ کوو، هماغومره د ګډ هر اړخیز عمل پلان ( ایران اتومي موافقه) بې ګټې کیږي".

د ایران اسلامي جمهوریت دا موافقه په ۲۰۱۵ کال کې پدې هیواد د نړیوالو اقتصادي بندیزونو لیرې کیدو په بدل کې لاسلیک کړله خو تهران دا ژمنه هم کړې وه چې یوارنیم به تر هغې کچې نه غني کوي چې د اتومي وسلو جوړولو لپاره ترې کار اخیستل کیدی شي.

خو د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه خپل هیواد لدې موافقې وویست او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

ایران بیا د متحده ایالاتو دې اقدام په ځواب کې د یورانیمو غني کولو کچه لوړه کړله.

پدې موافقې کې ایران ته اجازه ورکړل شوې چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یورانیم غني کړي خو وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې موافقې څخه امریکا وایستله، ویل کیږي چې ایران د یورانیم د غني کولو کچه آن تر ۶۰ فیصدو پورې پورته کړې.

که یورانیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په غونډې کې پرته لدې چې نور جزیات ورکړي وویل چې د دې موافقې بیرته ژوندۍ کولو په خبرو اترو کې "مقابل لوري زمونږ د سرو کرښو پروا نده کړې" او زیاته یې کړه چې په اوس وخت نه غواړي بیرته دې موافقې سره یو ځای شي.

هغه زیاته کړه ، " یقیناً دا پدې معنی نده چې مونږ دا موافقې پریښې. که دا موافقه زمونږ په ګټه وي، مونږ به یې د ټولو نیمګړتیاوو سره ومنو".

ایران داسې مهال د دې موافقې سره بیرته یو ځای کیدل ردوي چې د اتومي انرژۍ نړیواله اداره وايي چې ایران د دریو اتوم بمونو د جوړولو لپاره په کافي اندازه ۶۰ فیصده خالص غني شوي یورانیم لري.

د دغه راپور په اساس، چې رویټرز خبري اژانس لیدلی دی، د ایران د ۶۰ فیصده غني شویو یورانیمو اندازه ۱۲۸.۳ کیلو ګرام کېږي، دا اندازه د اتوم د دریو بمونو جوړولو لپاره زیاته بلل کېږي، خو په اتوم بمب کې د کارولو لپاره باید غني شوي یورانیم۹۰ سلنه وي.

په دغه راپور کې همدغه راز ویل شوي دي چې د ایران د غني شويو یورانیمو اندازه تر هغه ۲۲ سلنه زیاته ده، چې د ۲۰۱۵ کال په تړون کې پرې موافقه شوې وه.

په عین حال کې د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د همدې تیرې اکټوبر په میاشت کې په نړیوالې ټولنې غږ کړی و چې د ایران سره په خبرو کې دې د هغې ناکامۍ مخه ونیسي لکه د شمالي کوریا سره چې شوی و او اوس دا هیواد اتومي وسلې لري.

سره لدې چې ایران تل ویلي اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی خو نړیواله ټولنه اندیښنه لري چې په لوړه کچه یورانیمو غني کولو سره دا هیواد د اټومي وسلو جوړولو نیت لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG