د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي امریکا ته: د خپلواک فلسطیني دولت پرته اسرائیل سره اړیکې نه غواړو


د سعودي په پایتخت ریاض کې د شهزاده محمد بن سلمان او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن لیدنه.
د سعودي په پایتخت ریاض کې د شهزاده محمد بن سلمان او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن لیدنه.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن ته یې روښانه کړې ده چې ریاض تر هغو له اسرائیل سره د اړیکو ټینګول نه غواړي چې یو خپلواک فلسطیني دولت "په رسمیت پیژندل شوی نه وي."

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ فبروري اوومه (سلواغې ۱۸) په یوه خبرپاڼه کې وویل: "سلطنت خپل دغه کوټلی دریځ د امریکا حکومت ته څرګند کړی چې تر هغو به له اسرائیل سره ډپلوماتيکې اړیکې ټینګې نه کړي ترڅو د ۱۹۶۷ د سرحدونو پر اساس، داسې فلسطیني دولت په رسمیت پیژندل شوی نه وي چې ختیځ بیت المقدس یې پایتخت وي."

به خبرپاڼه کې چې د سعودي رسمي خبري اژانس خپره کړې، همدارنګه ویل شوي چې د بل شرط په توګه، پکار ده چې پر غزې "یرغل" بند شي او اسرائیلي ځواکونه له محاصره شویو سیمو ووځي.

سعودي عربستان تراوسه اسرائیل په رسمیت ندی پیژندلی او په ۲۰۲۰ کال کې یې د امریکا په منځګړیتوب د "ابراهیم تړونونو" کې هم برخه نلرله چې له مخې یې بحرین، متحده عربي اماراتو او مراکش له اسرائیل سره رسمي اړیکې پیل کړې.

د چهارشنبې دا بیان د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ویاند جان کربي د څرګندونو په غبرګون کې خپور شوی. دی.

کربي د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د سعودي او اسرائیل ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په اړه خبرې "روانې" دي او واشنګټن "د دواړو خواوو څخه مثبت غبرګون ترلاسه کړی چې دوی غواړي په دې اړه بحثونه دوام ومومي."

منځني ختیځ ته د بلینکن سفر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دا اونۍ سیمې ته د خپل سفر په ترڅ کې، مصر، قطر او اسرائیل ته له تګ وړاندې، لومړی سعودي عربستان ته ولاړ.

بلینکن ددغه سفر په ترڅ کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند هڅه کوي.

بلینکن د سه شنبې په ورځ په دوحه کې خبریالانو ته وویل چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په ریاض کې د دوی د غونډې په جریان کې له اسرائیل سره "د اړیکو عادي کیدو لپاره د سعودي عربستان قوي لیوالتیا بیا وښودله."

بلینکن وویل: "خو هغه یو ځل بیا هغه څه روښانه کړل چې مخکې یې هم ما ته ویلي وو، هغه دا چې د دې کار دپاره سعودي دوه شرطونه لري: په غزه کې د جګړې پای، او د فلسطین د خپلواک دولت جوړېدو دپاره د یو روښانه او باوري مهال ویش رامنځته کیدل."

د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې پر سعودي عربستان فشار راوړی چې اسرائیل په رسمیت وپېژني.

مخکې له دې چې د اکتوبر په میاشت کې د اسرائیل او حماس جګړه پیل شي، ریاض ددې کار دپاره له واشنګټن څخه د امنیتي تضمینونو او د خپل ملکي اتومي پروګرام په پراختیا کې د مرستې ترلاسه کولو په ګډون ځینې شرطونه وړاندې کړل.

په سرائیل کې د حماس د برید او غزه کې د جګړې د پیل کېدو سره په دې برخه کې خبرې او پرمختګ په ټپه درېدلی دی.

د اسرائیل د رسمي شمیرو پراساس، د حماس په برید کې ۱۱۶۰ اکثره ملکي خلک ووژل شول. اسرائیلو په ځواب کې د حماس د له منځه وړلو په هدف پر غزې تړانګې برید وکړ. د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اسرائیلو په روانو عملیاتو کې تر اوسه ۲۷۵۸۵ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفیرې، شهزادګۍ ریما بنت بندر السعود تیره میاشت نړیوال اقتصادي فورم ته وویل چې د فلسطیني دولت د جوړولو په لور د "نه بدلیدونکي" لارې پرته له اسرائیل سره د اړیکو نورمال کول ناممکن دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG