د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن او نتنیاهو د غزې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې


ډیموکراټ بایډن او ښي اړخه نتنیاهو په تیرو وختونو کې خورا پیچلې اړیکې درلودې، خو د متحده ایالاتو ولسمشر د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې د حماس له برید راهیسې د دغه هېواد ملاتړ کړی دی.
ډیموکراټ بایډن او ښي اړخه نتنیاهو په تیرو وختونو کې خورا پیچلې اړیکې درلودې، خو د متحده ایالاتو ولسمشر د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې د حماس له برید راهیسې د دغه هېواد ملاتړ کړی دی.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په تیره یوه میاشت کې د لومړي ځل لپاره جمعه جنوري ۱۹ (مرغومي ۲۹) د غزې په اړه پداسې حال کې خبرې وکړې، چې د دواړو مشرانو ترمنځ په اړیکو کې د ترینګلتیا راپورونه ورکړل شوي وو.

دغه ټیلیفوني خبرې اترې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې، چې د اسرائیل صدراعظم واشنګټن ته ویلي وو، چې له حماس سره د جګړې تر پای ته رسیدو وروسته د فلسطیني‌ دولت له جوړېدو سره مخالف دی.

اسرائیلي ‌مقاماتو تل د فلسطیني مستقل دولت له جوړېدو سره مخالفت کړی، خو په یو خبري کنفرانس کې، چې اسرائیلي رسنیو خپور کړی، د نتنیاهو دا څرګندونې د هغه جدیت او له امریکا سره د اسرائیل ښکاره فاصله په ګوته کوي. امریکا له حماس سره په جګړې کې د اسرائیل تر څنګ ولاړه ده.

سپینې ماڼۍ د نننۍ ټیلیفوني خبرو اترو په اړه په یوې خبرپاڼۍ کې ویلي: "ولسمشر بایډن د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په غزې کې د اسرائیل د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي."

دواړو مشرانو وروستی ځل د ډسمبر په ۲۳مه خبرې کړې وې او له هغه راهیسې چوپتیا، په غزه کې د اسرائیل د برید او ددغه هېواد د راتلونکي پلانونو په اړه د بایډن او نتنیاهو ترمنځ د اختلاف په اړه ګڼې پوښتنې را ولاړې کړې.

په ورته وخت کې امریکايي چارواکو د بایډن او نتنیاهو تر منځ د کلک اختلاف خبره رد کړې ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل: "دوی [بایډن او نتنیاهو] له ډیرې مودې راهیسې یو بل پیژني. دوی په هر څه موافق نه دي او تاسو هم باید له دوی څخه دغه تمه ونه کړئ."

ډیموکراټ بایډن او ښي اړخه نتنیاهو په تیرو وختونو کې خورا پیچلې اړیکې درلودې، خو د متحده ایالاتو ولسمشر د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې د حماس له برید راهیسې د دغه هېواد ملاتړ کړی دی.

نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ وویل:" چې اسرائیل باید "د اردن (سیند) په لویدیځه غاړه کې د ټولې سیمې د امنیت کنټرول ولري او هغه دا موضوع د اسرائیل "امریکایي ملګرو" ته روښانه کړې."

خو واشنګټن په بدل کې ټینګار کړی چې د فلسطیني دولت جوړول د اسرائیل د اوږدمهاله امنیت د تضمین یوازینۍ لار ده.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ وویل، چې واشنګټن او اسرائیل "دې ته په ښکاره ډول په متفاوت نظر ګوري."

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په داووس کې په نړیوال اقتصادي‌ فورم کې د نړۍ مشرانو ته وویل چې "د منځني ختیځ د سولې لپاره، د یو فلسطیني‌ دولت جوړېدل لازمي"دي. هغه وویل چې ددې پرته د ریښتیني امنیت ترلاسه کول به ناشونې وي.

بلنکن تېره اوونۍ منځني ختیځ ته د سفر پر مهال له اسرائیلي چارواکو سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د سعودي عربستان په ګډون، عربي هېوادونه د غزې په بیارغونه او د فلسطین له راتلونکي حکومت سره مرستې ته ژمن دي، خو یوازې په دې شرط چې اسرائیل د فلسطیني دولت لپاره لاره هواره کړي.

نتنیاهو د پنجشنبې له امریکا سره خپلو اړیکو ته په اشارې وویل چې "صدراعظم باید خپلو دوستانو ته د نه ویلو وړتیا ولري".

امریکا له څو اوونیو راهېسې په اسرائیل باندې فشار راوړی دی چې په غزې کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله کم کړي.

اسرائیلي مقامات وايي چې د حماس ډلې تېرکال د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائیل باندې بریدونه وکړل او ۱۱۴۰ تنه یې ووژل چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

په غزې کې د روغتیا مقامات وايي چې د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې په غزې کې څه باندې ۲۴۷۶۲ کسان وژل شوي چې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. دوی وايي چې په دغو بریدونو کې تر ۶۰زرو ورپورته نور خلک ژوبل شوي دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG