د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ وایي غزې کې یې په عملیاتو کې لسګونه وسله وال وژلي


پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سیمې ته تللی چې د غزې په جګړې کې د نوي اوربند کیدو لپاره کوښښ وکړي خو د اسرائیل پوځ دوشنبه فبروري پنځمه (سلواغې ۱۶) وویل چې پدې تړانګې کې یې په تازه عملیاتو کې لسګونه وسله وال وژلي دي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي چې دا وسله وال یې د غزې په جنوب کې د خان یونس، شمالي او مرکزي برخو کې په هوایي بریدونو او ځمکنیو جګړو کې وژلي دي.

سره لدې چې د اسرائیل پوځ ندي ویلي چې پدې هوایي بریدونو کې عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې که نه خو د غزې عامې روغتیا وزارت چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، ویلي چې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې ۱۲۸ تنه وژل شوي چې ډیری یې میرمنې او ماشومان و.

ملګرو ملتونو هم ویلي چې د خان یونس په سیمې کې د جګړې شدت له کبله ملکیان اړ شوي چې نور هم جنوب خوا ته د رفح سیمې ته ولاړ شي. د غزې تقریباً نیمایي اوسیدونکو په همدې سیمې کې پنا اخیستې ده او ملګرو ملتونو ورته موقتي سرپناوې جوړې کړي.

دې نړیوالې ادارې ویلي چې د غزې ۷۵ په سلو کې وګړو خپل کور کلی پرییښی او دا چې فلسطینیان د خوراکي موادو، څښاک اوبو، سرپناوو او دارو درملو د حاد کمښت سره مخ دي.

ملګري ملتونه داسې مهال د ژوندانه دې مهمو شیانو د کمښت خبره کوي چې د متحده ایالاتو په ګډون یو شمیر غربي هیوادونو د فلسطیني کډوالو سره د ملګرو ملتونو په ادارې مرستې ځنډولي دي.

اسرائیل پدې ادارې تور لګولی چې د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې په بریدونو کې یې یو شمیر کار کوونکو لاس درلود. د اسرائیل همدې تور څخه وروسته لویدیځو هیوادونو پرې مالي مرسته وځنډوله.
د UNRWA مشر فلیپي لازاریني په یوې اعلامیې کې ویلي، " دا ټکان ورکوونکي ده چې د دې ادارې یوې وړې ډلې په مامورینو د تور په غبرګون کې بودجه ځنډیږي".

متحده ایالات، اسټرالیا، کاناډا، فنلنډ، جرمني، ایټالیا، سویټزرلینډ، هالنډ او بریتانیه هغه هیوادونه دي چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دې ادارې سره یې مالي مرستې ځڼدولي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې چې د سولې نوبل جایزې لپاره هم پخوا نومول شوې وه خبرداری ورکړی که مالي مرستې ورسره پیل نشي، مجبور به وي چې د همدې میاشتې تر پایه به خپل فعالیتونه بند کړي.

ملګرو ملتونو د UNRWA فعالیتونو په هکله د حساب تصفیه کولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د همدې څیړنو د نتیجې پر اساس به پریکړه وشي چې آیا پدې ادارې مالي مرستې بندې شي که نه.

په غزې کې د جګړې شدت خبرونه داسې مهال خپریږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن یو ځل بیا سیمې ته تللی چې د حماس – اسرائیل تر منځ بیا اوربند وکړي.

د قطر، مصر او متحده ایالاتو په منځګړتوب د اوربند په یو وړاندیز کار روان دی چې له مخې به یې غزې ته نورې بشري مرستې واستول شي او په بدل کې به یې د حماس ډله یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

د حماس مشران تقریباً یوه اوونۍ کیږي چې پدې وړاندیز غور کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړي چارواکي وویل چې د اوربند په په هکله پریکړه د حماس په لاس کې ده.

ښاغلی بلینکن د دوشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې و. ټاکل شوې چې هغه پدې سفر کې مصر، قطر، اسرائیل او د اسرائیل لخوا قبضه شوې لویدیځې غاړې ته ولاړ شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG