د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن په غزه کې د اوربند د خبرو دپاره منځني ختیځ ته تللی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند کولو د هڅو په لړ کې د دوشنبې په ورځ فبروري پنځمه (سلواغې ۱۶) منځني ختیځ ته تللی دی.

د اکتوبر په اوومه په غزه کې د جګړې د پیل راهیسې، دا منځتي ختیځ ته د بلینکن پنځم سفر دی. ټاکل شوې چې ددې سفر په ترڅ کې نوموړی په سعودي عربستان، مصر او قطر کې تم شي.

بلینکن په داسې حال کې منځني ختیځ ته تللی چې په جنوبي غزه کې جګړې زور اخیستی او ملګرو ملتونو په جنوبي ښار رفح کې د جګړې د ویجاړونکو اغیزو په اړه خبرداری ورکړی دی.

رفح ښار اوس د غزې د نیمایي نفوس کوربه دی چې د اسرائیل د بریدونو له امله بې ځایه شوي دي.

د دې اونۍ په پیل کې، اسرائیلي پوځ د غزې د جنوب پر لور فشار زیات کړی او خبرداری یې ورکړی چې د دوی پلي ځواکونه به د حماس د له منځه وړلو د کمپاین د برخې په توګه رفح ته پرمختګ وکړي.

د دوشنبې په سهار، سرچینو فرانس پرس ته وویل چې د رفح په ختیځ او مرکزي ښار خان یونس کې یې د توپونو د ډزو غږونه اوریدلي دي.

اسرائیل وايي خان یونس هغه ځای دی چې وسله والو د اکتوبر د اوومې د برید دپاره پکې تیاری نیولی او د حماس لوړ پوړي چارواکي پکې پټ دي.

د حماس تر واک لاندې سیمه کې د روغتیا وزارت په وینا، لږترلږه ۱۲۸ کسان، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي، د یکشنبې څخه تر دوشنبې پورې په محاصره شوې سیمه کې د اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي دي.

د حماس دولتي رسنیو دفتر ویلي، د غزې تړانګې په ختیځ او مرکزې ساحلي برخو کې روغتونونو ته څېرمه او نورو ځایونو باندې د اسرائیل بمبارۍ دوام لري.

د اسرائیل پوځ ویلي، ځواکونو یې د غزې په مرکزي او شمالي سیمو کې "هدفي بریدونو" ته دوام ورکړی او په خان یونس کې یې "په لسګونو تروریستان چې عسکرو ته یې کمین نیولی وو،" وژلي دي.

سیمې ته د خپل تازه سفر په ترڅ کې، ټاکل شوې چې بلینکن به د اوربند د هغه وړاندیز په اړه خبرې له سره پیل کړي چې تېره میاشت په پاریس کې د متحده ایالاتو، اسرائیل، مصري او قطري چارواکو په غونډه کې یې په اړه خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې وې.

د حماس سره د پیوستون ښودلو دپاره په منځني ختیځ کې د ایران پلوه ډلو د بریدونو له زیاتوالي سره، چې امریکا یې ځوابي بریدونو ته اړ ایستلې، ډپلوماتیکې هلې ځلې زیاتې شوي دي.

د حماس د یوې سرچینې په وینا، وړاندیز شوی اوربند به د شپږو اونیو لپاره جګړه ودروي او حماس به د اسرائیل له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې نور یرغمل ازاد کړي.

حماس ویلي تر اوسه کومې موافقې ته نه دي رسیدلي، په داسې حال کې چې ځینو اسرائیلي چارواکو حماس ته له هرډول امتیازاتو ورکولو سره مخالفت ښودلی دی.

د حماس وسله والو د اکتوبر په اوومې د اسرائیل په خاوره کې په یو برید کې، د اسرائیلي رسمي شمېرو په حواله، ۱۱۶۰ زیاتره ملکي خلک ووژل. وسله والو همدارنګه شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل ونیول.

اسرائیل وايي، ۱۳۲ تنه یرغمل کسان تراوسه په غزه کې پاتې دي چې لږ تر لږه ۲۷ تنه یې وژل شوي دي.

د حماس د اکتوبر د اوومې د برید په ځواب کې اسرائیل ددغې ډلې د له منځه وړلو هوډ څرګند کړ او پر غزې تړانګه یې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل.د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مځې، د اسرائیل په عملیاتو کې تراوسه لږ تر لږه ۲۷۳۶۵ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG