د لاس رسي وړ اتصالات

په غزې کې د جګړې د ختمولو هڅه؛ بلینکن د قطر له چارواکو سره ولیدل


انتوني بلینکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې قطر ته ولاړ او له مقاماتو سره یې خبرې وکړې
انتوني بلینکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې قطر ته ولاړ او له مقاماتو سره یې خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې د سه شنبې په ورځ فبروري شپږمه (سلواغه۱۶) قطر ته ولاړ. د هغه د سفر هدف د اسرائیل او حماس ترمنځ نوی اوربند او د جګړې بندېدل ښودل کېږي.

قطر تر دې مخکې هم د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند منځګړی و چې بیا د ډسمبر په لومړی نېټه پای ته ورسېده. په دغه اوربند کې حماس تقریبآ ۱۱۰ یرغمل شوي کسان او اسرائیل ۲۴۰ فلسطيني زندانیان پرېښودل، چې ښځې او ماشومان هم په کې وو.

انتوني بلینکن به اسرائیل ته هم ځي چې د هغې نوې پرېکړې په اړه یې ملاتړ ترلاسه کړي چې د جنورۍ په میاشت کې په پاریس کې یې وړاندیز وشو.

د حماس یوې سرچېنې ویلي دي چې بلینکن هڅه کوي چې د اوو اونیو لپاره د اوربند او له حماس سره د یرغملو او له اسرائیل سره د بندي فلسطینیانو د خوشې کېدو په اړه د نوي تړون لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.

په همدې حال کې په غزې کې د روغتیا مقامات وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو د اسرائیل په بریدونو کې ۱۰۷ تنه نور هم وژل شوي دي.

بلینکن په دغه سفر کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په قاهرې کې او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ریاض کې هم لیدلي او خبرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې بلینکن او السیسي له حماس سره د ټولو یرغمل شویو د خوشې کېدو د هڅو په اړه خبرې کړي دي.

بلینکن تاکید کړی دی چې له غزې څخه په جبري ډول د فلسطینیانو له وتلو سره مخالف دي او د یو مستقل فلسطيني دولت د جوړېدو ننګه کوي چې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د دوامداره سولې لامل شي.

په غزې کې صحي مقامات وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې حد اقل ۲۷۵۸۵ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي. اسرائیلي مقامات وايي چې د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس په بریدونو کې ۱۱۴۰ تنه وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG