د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل د استخباراتو مشر: چمتو یو خپل ضد عوامل د تهران په زړه کې په نښه کړو


د اسرائیل د استخباراتي ادارې مشر یکشنبه سپټمبر ۱۰ (وږي۱۹) ویلي چې هیواد یې چمتو دی د تهران په زړه کې د اسرائیل ضد هغه څه باندې لس عوامل وځپي چې په نړۍ کې د یهودي او اسرائیلي اهدافو د نښه کولو کوښښ کوي.

ډیوډ بارنیا چې په یو امنیتي کنفرانس کې یې خبرې کولې وویل چې هیواد او متحدینو یې پدې تیر یو کال کې په اروپا، افریقا، جنوب ختیځې آسیا او جنوبي امریکا کې ۲۷ بریدونه شنډ کړي.

د اسرائیل د استخباراتي ادارې دې مشر وویل چې دا دسیسې د هغو ټیمونو لخوا تعقیبیږي چې ایران ورته لارښوونه کوي، طرحه ورته جوړوي او بندوبست یې کوي.

بارینا وویل، " همدا اوس چې مونږ خبرې کوو، ایران د نورو بریدونو کوښښ کوي. زمونږ پیغام ښکاره دی، اشتباه مکوئ. هغوي چې د دې ټیمونو د استولو پریکړه کوي، ډاډه اوسئ چې مونږ به درپسې درشو او عدالت به پر ځای شي چې ټول یې وویني. دا پخوا هم ثابته شوې او په اینده کې به هم ثابته شي."

د اسرائیل دې جګپوړي استخباراتي چارواکي پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، همدارنګه وویل چې هیواد به د هغه چا پر ضد اقدام وکړي چې پدې دسیسو کې لاس لري او هغه قوماندانان چې دا ټیمونه ګماري.

هغه همدرانګه وویل چې دا ډول اقدامات په ایران کې دننه او د تهران په زړه کې کوي.

اسرائیل ایران لدې کبله خپل تر ټولو ستر دښمن بولي چې دا هیواد د اسرائیل بربادي غواړي او د دې هیواد سرحد سره نږدې د وسله والو ملاتړ کوي.

اسرائیل ایران پدې هم تورنوي چې غواړي اتومي وسلې جوړې کړي خو ایران تل دا تورونه رد کړي او ادعا لري چې اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی. ایران بیا اسرائیل پدې تورنوي چې په ایران کې دننه یې په اتومي بټیو بریدونه کړي خو اسرائیل بیا ډیر لږ وخت په دا شان بریدونو تبصره کوي.

ایران او اسرائیل له کلونو راهیسې په پټه جګړه کې ښکیل دي او تهران خپل مخالف دښمن [اسرائیل] په یو لړ تخریبي بریدونو او وژنو تورنوي چې د متحده ایالاتو تر څنګ ددې هیواد اټومي پروګرام په نښه کوي.

تهران همدا راز اسرائیل تورن کړی چې د جنورۍ په میاشت کې د اصفهان په مرکزي ولایت کې د دفاع وزارت پر یوې ساحې باندې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لاس درلود.

متحده ایالاتو او اسرائیل تر دې مخکې تهران پر دې تورن کړی چې په خلیج کې د امریکا پر ځواکونو او اسرائیل پورې تړلو کښتیو باندې د بریدونو لپاره له ډرون او توغندیو څخه کار اخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG