د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: ایران د ۶۰ په سلو کې یورانیمو غني کول بیا پیل کړي


د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې سه شنبه ډسمبر ۲۶ (مرغومي ۵) ویلي چې ایران تر هغې کچې د یورانیمو غني کول یو ځل بیا پیل کړي چې د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال په سر کې یې کړي و.

که له یوې خوا ایران په دومره لوړه کچه یوارنیم غني کوي خو په عین حال کې ټینګار یې دا دی چې د اتومي وسلو جوړولو نیت نلري.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په اعلامیې کې ویل شوي چې ایران په لوړه کچه د غني شویو یوارنیمو تولید ډیر کړی.

ایران د روان کال د نومبر په میاشت کې خبر ورکړی و چې هره میاشت به نهه کیلوګرامه یورانیم تر ۶۰ فیصدو پورې غني کوي پداسې حال کې چې د جون په میاشت کې دا رقم یوازې ۶ کیلو ګرامه و.

خو د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي چې ایران بیرته د ۹ کیلو ګرامو پورې د غني شویو یورانیمو تولید پيل کړی.

په اعلامیې کې ویل شوي، " د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې مفتشینو د ډسمبر په ۲۴ مه په دوو تاسیساتو کې چې ایران یې د همدې ډول فعالیتونو لپاره کاروي، په همدې اندازه د یورانیمو غني کول تصدیق کړل".

دا یورانیم د فردو او نتانز په اتومي بټیو کې غني کیږي.

که یورانیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي ، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیدی شي خو د اتومي برښنا تولیدولو لپاره بیا یوازې ۳.۶۷ په سلو کې غني شوي یوارنیم کافي دي.

داسې ښکاري چې ایران لدې کبله د یورانیمو غني کول ورو کړي و چې د متحده ایالاتو سره د اټومي موافقې په هکله خبرو بیا پیل کیدو ته خپل چمتوالی وښیي.

خو د حماس – اسرائیل تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې د واشنګټن او تهران دښمنۍ زور اخیستی. دوي په یو بل تور پورې کوي چې په لوی لاس د جګړې پراخیدل غواړي.

ایران د نومبر په میاشت کې ۵۶۷.۱ کیلو ګرامه یورانیم درلودل چې تر ۲۰ فیصدو غني شوي و او ۱۲۸.۳ کیلو ګرامه تر ۶۰ فیصدو پورې غني شویو یورانیمو ذخیره یې هم درلوده. که چیرته درې چنده همدومره یورانیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، په اتومي بمب کې کاریدلی شي.

د ایران اسلامي جمهوریت په ۲۰۱۵ کال کې پدې هیواد د نړیوالو اقتصادي بندیزونو لیرې کیدو په بدل کې د امریکا په ګډون د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره اتومي موافقه لاسلیک کړله خو تهران دا ژمنه هم کړې وه چې یوارنیم به تر هغې کچې نه غني کوي چې د اتومي وسلو جوړولو لپاره ترې کار اخیستل کیدی شي.

خو د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه خپل هیواد لدې موافقې وویست او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

ایران بیا د متحده ایالاتو دې اقدام په ځواب کې د یورانیمو غني کولو کچه لوړه کړله.

پدې موافقې کې ایران ته اجازه ورکړل شوې چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یورانیم غني کړي خو وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې موافقې څخه امریکا وایستله، ویل کیږي چې ایران د یورانیم د غني کولو کچه آن تر ۶۰ فیصدو پورې پورته کړې.

په عین حال کې د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د همدې تیرې اکټوبر په میاشت کې په نړیوالې ټولنې غږ کړی و چې د ایران سره په خبرو کې دې د هغې ناکامۍ مخه ونیسي لکه د شمالي کوریا سره چې شوی و او اوس دا هیواد اتومي وسلې لري.

سره لدې چې ایران تل ویلي اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی خو نړیواله ټولنه اندیښنه لري چې په لوړه کچه یورانیمو غني کولو سره دا هیواد د اټومي وسلو جوړولو نیت لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG