د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائيل د دفاع وزیر: د ایران هر ډول سناریو سره مقابلې ته چمتو یو


د اسرائيل د دفاع وزیر
د اسرائيل د دفاع وزیر

د ایران له ګواښ وروسته د اسرائيل د دفاع وزیر نن یکشنبه اپریل اوومه (حمل ۱۹) وویل چې اسرائیل د ایران د هر ډول سناریو او پلان سره د مقابلې لپاره چمتو دی.

تېره اوونۍ په سوریې کې د ایران په کونسلګرۍ په یو هوايي برید کې د ایران اووه وګړي ووژل شول چې د سپاه پاسدران یو جګپوړي مشر هم په کې شامل و.

ایران اسرائیل تورن کړی چې دا برید یې کړی.

د اسرائيل د دفاع وزیر یواو ګیلانت دفتر د ایراني چارواکو له دغو څرګندونو وروسته وویل چې وزیر د اسرائيل د پوځ له لوړ پوړیو افسرنو سره «د عملیاتي وضعیت له ارزونې» وروسته د اسرائيل د چمتوالي خبرداری ورکړ.

د وزیر ګیلانت دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې «د ارزونې له بشپړولو وروسته وزیر ګیلانت ټېنګار وکړ چې د دفاع دستګاه د هرې سیناریو د پېښېدو په صورت کې چې، ممکن د ایران په مقابل کې وي، د ځواب ورکولو چمتوالی بشپړ کړی دی.»

په دمشق کې له هوايي برید وروسته د ایران رسنیو د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر د لوړ پوړي سلاکار یحیی رحیم صفوي په حواله لیکلي چې نور د اسرائیل سفارتونه خوندي‌ نه دي‌ او تهران له اسرائيل سره مقابله «قانوني او حقوقي» بولي.

د ایران نیمه دولتي اژانس ایسنا یو تصویر هم خپور کړی چې په کې نهه بېلا بېل میزایلونه ښودل کېږي او ویلي‌ چې دا میزایلونه د اسرائيل د وېشتلو توان لري.

اسرائیل لا منلې نده چې د دمشق برید دوی کړی دی، خو مشران یې عمومي خبره کوي چې د ایران په ضد عملیات کوي.

ایران په لبنان کې د حزب الله او په غزه کې د حماس ډلې ننګه کوي، دا دواړه له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهېسې له اسرائيل سره په جګړه دي.

رویټرز اژانس وايي چې متحده ایالتونه هم تیارسی دی او په سیمه کې د امریکا په ګټو او یا په اسرائيل باندې د ایران برید ته چمتوالی نیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG