د لاس رسي وړ اتصالات

تهران کې ګڼ شمېر خلکو د رئیسي په جنازه کې ګډون کړی


د ایران پایتخت تهران کې د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي او نور چارواکو د جنازې مراسم
د ایران پایتخت تهران کې د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي او نور چارواکو د جنازې مراسم

په زیات شمېر خلک د چهارشنبې په ورځ می ۲۲ (غبرګولي ۲) د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او نورو چارواکو په جنازه کې د ګډون لپاره د پایتخت تهران سرکونو ته راوتلي وو.

ایران د دوشنبې په ورځ تائید کړه چې رئیسي ددغه هېواد په شمال لویدیځ کې د یوې هلیکوپتر د لوېدو په پېښه کې مړ شوی دی.

ویرجنو خلکو د تهران ښار په مرکزي برخه کې، د تهران پوهنتون دننه او شاوخوا د رئیسي انځورونه په لاسونو کې نیولي وو، چیرې چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د جنازې د لمانځه امامت وکړ.

خامنه يي او نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو د مړو شویو چارواکو تابوتونو ته دعا وکړه، چې د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم په کې شامل وو.

په دغو مراسمو کې د فلسطیني وسله والې ډلې حماس مشر، اسماعیل هنیه او د لبنان د اورپکې ډلې حزب الله مرستیال، نعیم قاسم هم ګډون کړی و.

هنيه راټولو شویو خلکو ته، چې د "مرګ پر اسرائيل" شعارونه یې ورکول، په خپله وينا کې وويل: "زه يو ځل بيا وايم، موږ ډاډمن يو چې د ايران اسلامي جمهوريت به د فلسطين له خلکو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي."

رئیسي د یکشنبې په ورځ د ایران او اذربایجان پر پوله د یو بند د افتتاح کولو په مراسمو کې له ګډون وروسته د تبریز ښار ته ستنیده چې هلیکوپتر یې په یوه ځنګلي غرنۍ سیمه کې ولوېده.

د ترکیې، روسیې او اروپايي ټولنې په مرسته د لټون او ژغورنې د پراخو عملیاتو وروسته، دولتي تلویزیون د دوشنبې په سهار د رئیسي د مړینې خبر خپور کړ.

رئیسي ۶۳ کلن و او په پراخه کچه تمه کیده چې د ایران د ستر مشر په توګه د خامنه يي ځای ناستی شي.

د فرانس پرس د راپور په اساس، د تهران اوسیدونکو تلیفوني پیغامونه ترلاسه کړي او ورڅخه غوښتل شوي چې د رئیسي په جنازه کې ګډون وکړي.

د ایران دولتي روسنیو خبر ورکړی چې د چارواکو تابوتونه به د تهران له پوهنتون څخه د انقلاب او ازادۍ د څلورلاریو په لور وړل کیږي.

په مشهد کې خاورو ته سپارل

د رئیسي او نورو مړو شویو چارواکو د جنازې درې ورځني مراسم د سه شنبې په ورځ د تبریز او قم له ښارونو پیل شول، چیرې چې په لسګونو زرو ماتم کوونکو پکې برخه لرله.

له تهران څخه جنازه د ایران په شمال ختیځ کې د رئیسي ټاټوبي مشهد ښار ته لیږدول کیږي او هلته د امام رضا په زیارت کې د جنازې له مراسمو وروسته د پنجشنبې په ماښام خاورو ته سپارل کيږي.

خامنه يي پنځه ورځې ملي ماتم اعلان کړی او د ولسمشر مرستیال محمد مخبر یې د جون په ۲۸مه د رئیسي د ځای ناستې تر ټاکل کېدو پورې، سرپرست ولسمشر نومولی دی.

د رئیسي او نوي ټاکل شوي سرپرست ولسمشر محمد مخبر د تګلارو ترمنځ د ممکنه توپیرونو په اړه د رانډ څېړنیز مرکز شنونکې هېدر ویلیم امریکا غږ ته ویلي چې د ډیر توپیر تمه نه کوي.

د ایران اتومي مذاکره کوونکی علي باقري چې د امیر عبداللهیان مرستیال و، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوى درستيز محمد باقري د هلیکوپتر د لوېدو د لامل په اړه د څېړنو امر کړى دى.

رئیسي محافظه کار و او په ۲۰۲۱ کې، د پخواني منځلاري ولسمشر حسن روحاني، پر ځای په داسې حال کې ولسمشر وټاکل شو، چې د ایران د اتومي فعالیتونو له کبله پر دغه هېواد باندې د امریکا بندیزونو د تهران اقتصاد کمزوری کړی و.

د رئیسي په واکمنۍ کې ایران د پراخو لاریونونو، ژور اقتصادي بحران او اسرائیل سره د بې ساري تاوتریخوالي شاهد و.

د هغه له مړینې وروسته، ایران د خپلو نړیوالو متحدینو روسیې او چین او همدارنګه له ناټو څخه د خواخوږۍ پیغامونه ترلاسه کړل، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د یوې دقیقې چوپتیا غوره شوه.

ایران د خپلو سیمه ییزو متحدینو، د سوریې حکومت او همدارنګه د حماس او حزب الله په ګډون یو شمېر ډلو د خواخوږۍ پیغامونه هم ترلاسه کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG