د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ هغه مشران چې د الوتکو په پېښو کې مړه شوي


د هلیکوپتر د لوېدو په پېښه کې مړ شوي د ایران پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي او نورو قربانیانو ته د درناوي مراسم
د هلیکوپتر د لوېدو په پېښه کې مړ شوي د ایران پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي او نورو قربانیانو ته د درناوي مراسم

ایران د دوشنبې په ورځ می ۲۰ (غويي ۳۱) تائید کړه چې ولسمشر ابراهیم رئیسي د خپلې څرخي الوتکې د غورخېدو په پېښه کې مړ شوی دی. رئیسي تر دې دمه د نړۍ وروستی سیاسي مشر دی چې په داسې یوې پېښې کې مړ کېږي.

دلته یو شمېر هغو پېښو ته کتنه شوې چې له کبله یې د نړۍ مشران مړه شوي دي.

د چیلي پخوانی ولسمشر سیباستیان پینیرا، کال ۲۰۲۴

د چیلي پخوانی ولسمشر سیباستیان پینیرا د روان کال د فبرورۍ په شپږمه ددغه هېواد د پایتخت سانتیاګو په ۹۲۰ کیلومترۍ کې، د لاګو رانکو د رخصتیو تیرولو په سیمه کې د یو هلیکوپتر د لوېدو په پېښه کې مړ شو.

د پولنډ ولسمشر لیخ کازینسکي، کال ۲۰۱۰

د ۲۰۱۰ کال د اپرېل پر ۱۰مه یوه توپولیف-۱۵۴ ډوله الوتکه د روسیې په لوېدیځ کې سمولینسک ښار ته نژدې په یو هوايي ډګر کې په داسې حال کې راوغورځېده چې په شدید ګرد او غبار کې یې د ناستې هڅه کوله. په دغه الوتکه کې د پولنډ د ولسمشر لیخ کازینسکي او یو شمېر لوړپوړو سیاسي او پوځي شخصیتونو په ګډون ۹۶ کسان سپاره و.

له دې پیښې څخه هیڅوک ژوندي پاتې نه شول. ددې الوتکې د لوېدو پړه په خرابې هوا او د پولنډي پیلوټانو او د روسیې د هوايي ترافیک کنټرولوونکو په تېروتنو واچول شوه.

د سودان مرستیال ولسمشر جان ګارنګ، کال ۲۰۰۵

جان ګارنګ د سوډان پخوانی بیلتون غوښتونکی مشر و چې وروسته د سودان مرستیال ولسمشر شو. نوموړی د ۲۰۰۵ کال د جولای په ۳۰مه هغه وخت مړ شو چې هلیکوپتر یې له یوګانډا څخه سوډان ته د ستنېدو پر مهال وغورځېده.

د مقدونیې ولسمشر بوریس ترایکوفسکي، کال ۲۰۰۴

د ۲۰۰۴ کال د فبرورۍ په ۲۶ د مقدونیې ولسمشر بوریس ترایکوفسکي له اتو نورو کسانو سره هغه مهال مړ شو چې الوتکه یې د بوسنیا په جنوبي ښار موستار کې وغورځېده.

د روانډا ولسمشر جووینال هابیاریمانا او د بورونډي ولسمشر سایپرین نتاریمیرا، کال ۱۹۹۴

د ۱۹۹۴ کال د اپریل په ۶مه د روانډا ولسمشر جووینال هبیاریمانا او د هغه د بورونډي سیال سایپرین نتاریامیرا لېږدوونکې فالکون-۵۰ ډوله الوتکه په کیګالي کې، په توغندي له ویشتل کېدو وروسته راوغورځېده.

باور کیږي چې ددې برید له کبله د "توتس" نسل وژنه پیل شوه، چې د ملګرو ملتونو په وینا، لږترلږه ۸۰۰ زره کسان پکې ووژل شول.

د پاکستان ولسمشر ضیاءالحق، کال ۱۹۸۸

د پاکستان ولسمشر ضیاءالحق د ۱۹۸۸ کال د اګست په ۱۷ ددغه هیواد ختیځ بهاولپور ته نږدې، د یوې الوتکې د حادثې په قربانیانو کې شامل و.

د موزمبیق ولسمشر سامورا میچل، کال ۱۹۸۶

د ۱۹۸۶ کال د اکټوبر په ۱۹ د موزمبیق لومړی ولسمشر سامورا میچیل هغه مهال مړ شو چې د هغه توپولوف-۱۳۴ ډوله الوتکه د جنوبي افریقا په شمال ختیځ کې نسکوره شوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG