د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر هلیکوپتر له 'پېښې سره مخامخ شوې او بېړنۍ ناسته' یې کړې


رئیسي اذربایجان ولایت ته تللی و چې د ایران د اذربایجان ته تللی او بېرته د راتګ په مهال یې الوتکه له پېښې سره مخامخ شوې
رئیسي اذربایجان ولایت ته تللی و چې د ایران د اذربایجان ته تللی او بېرته د راتګ په مهال یې الوتکه له پېښې سره مخامخ شوې

د ایرنا خبري اژانس وایي چې د ایران د اذربایجان ولایت د "جنگل دیزمار" په سیمه کې د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رئیسي او بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان الوتکه له پېښې سره مخامخ شوې ده.

د دغې ایرانۍ رسنۍ د راپور څخه داسې ښکاري چې د ولسمشر رئیسي‌ الوتکه په یوې نامعلومې سیمې کې سقوط کړی دی.

د ایرنا راپور وايي چې د «دغه نامعلوم ځای» د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

په راپورونو کې دا هم ویل شوي‌ دي چې د رئیسي د سفر د دریو څرخي الوتکو له ډلې څخه یې یوه له «پېښې سره مخامخ» شوې ده.

پېښه نن یکشنبه مۍ ۱۹ (غوايي۳۰) د ایران په اذربایجان ایالت کې شوې ده.

د دغې پېښې په اړه لا پوره جزیات خپاره شوي نه دي، خو ایرنا راپور ورکړی چې دا الوتکه د خرابې هوا له کبله «ناسته» کړې ده. ایرنا وايي د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او لټون یې پیل کړی.

دغې رسنۍ راپور ورکړی دی چې «شل مرسته کوونکې ډلې سیمې ته استول شوې، خو دا چې د سیمې لارې سختې دي او هوا نامناسبه ده، د ژغورنې او لټون عملیات به وخت» ونیسي.

د ایران د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي دي چې ۲۰ امبولانسونه یې سیمې ته استولي دي، ځکه چې د غبار له کبله د هوايي مرستو امکان کم لیدل کېږي.

د دغې ادارې ویاند بابک یکتاپرست ویلي دي چې دوی یوه څرخي الوتکه هم د مرستو لپاره استولې وه، خو د شدید غبار له کبله ویې نه شوه کولای چې کیني او بېرته راستنه شوه.

رئیسي د ایران اذربایجان ولایت ته تللی و چې د ایران او اذربایجان ترمنځ سرحد کې له خپل اذري سیال الهام علیوف سره د اوبو د بند یوه پروژه پرانیزي او بېرته تهران ته یې په لارې الوتکې له دې پېښې سره مخامخ شوې ده.

ابراهیم رئیسي له ۲۰۲۱ کال راهېسې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر دی.

په دې اړه نور معلومات وروسته خپرېږي...

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG