د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي مړینه او ژوند په عکسونو کې

۱
نیویارک د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر ۲۰مه؛ د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د یو خبري کنفرانس په مهال

۲
د روسیې په پلازمینه مسکو کې د ایران سفارت مخې ته د ابرهیم رئیسي او حسین عبداللهیان په یاد د ګلانو ګیډیو ایښودل

۳
ابراهیم رئیسي د یکشنبې په ورځ د یو شمیر ایراني چارواکو سره ددغه هیواد ختیځ اذربایجان ولایت ته تللی وو او هلته یې د اذربایجان د جمهور رئیس الهام علیوف سره یوځای د قیزقلعه سي د اوبو بند افتتاح کړ. دا بند دواړو هیوادونو په همکارۍ د ایران او اذربایجان ترمنځ د ارس د سرحدي سیند په اوږدو کې جوړ شوی دی.

۴
د ولسمشر ابرهیم رئیسي د سپرلۍ هلیکوپتر وروستی انځور چې د اوبو بند له پرانستلو وروسته یې د ایران او اذربایجان له پولې څخه تبریز ښار پر لورې الوتنه وکړه