د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د رئیسي د ځای‌ناستي ټاکلو لپاره نوم‌لیکنه پیل کړه


ایرانی سیاستوال مصطفی کاواکبیان د ولسمشرۍ ټاکنو ته د کاندید په توګه نوم لیکنه کوي.
ایرانی سیاستوال مصطفی کاواکبیان د ولسمشرۍ ټاکنو ته د کاندید په توګه نوم لیکنه کوي.

ایران د پنجشنبې په ورځ می ۳۰ (غبرګولي ۱۰) د هلیکوپتر د غورځیدو په پیښه کې مړ شوي ولسمشر ابراهیم رئیسي د ځای ناستي ټاکلو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې رسمي بهیر پیل کړ.

دا ټاکنې راتلونکې میاشت ترسره کیږي. د ایرنا رسمي خبري اژانس ویلي: "د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنه د سهار په اتو بجو د کورنیو چارو په وزارت کې پیل شوه."

ایرنا زیاته کړه، د ولسمشرۍ کاندیدان به د نوم لیکنې لپاره پنځه ورځې وخت ولري.

په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې په اصل کې د ۲۰۲۵ کال لپاره پلان شوې وې خو د می په ۱۹مه د رئیسي له ناڅاپي مړینې له کبله له وخت وړاندې ترسره کیږي.

رئیسي او د هغه اووه ملګري چې په کې د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم شامل وو، هغه مهال مړه شول چې الوتکه یې د ایران په شمال لویدیځ کې د یو غره په لمن کې ولوېدله.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي له دې پیښې وروسته، د رئیسي ۶۸ کلن مرستیال محمد مخبر د اساسي قانون له مخې د سرپرست ولسمشر په توګه وټاکه.

د پنجشنبې په ورځ، دولتي تلویزیون راپور ورکړ چې "شاوخوا ۳۰ کسانو" د کاندیدۍ لپاره غوښتنلیکونه سپارلي خو "هیچا د وړتیا اساسي شرایط نه دي پوره کړي."

د ایران د انتخاباتو د قانون له مخې کاندیدان باید د ۴۰ او ۷۵ کلونو ترمنځ عمر ولري او لږ تر لږه یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي وي.

د تیرو ټاکنو په څیر، تمه کیږي چې مخکښ نوماندان د نوم لیکنې بهیر پای ته نږدې خپل غوښتنلیکونه وسپاري.

د نوماندانو وروستی نوملړ به د جون په ۱۱مه د نګهبان شورا لخوا اعلان شي. ددغې ۱۲ کسیزې ځواکمنې شورا غړي د ستر مذهبي مشر لخوا ټاکل شوي دي.

دې شورا د ۲۰۲۱ ولسمشریزو ټاکنو دمخه ډیری اصلاح غوښتونکي او معتدل شخصیتونه ولسمشرۍ ته له کاندید کیدو بې برخې کړل چې له کبله یې سخت محافظه کار رئیسي واک تر لاسه کړ.

په تیرو ټکنو کې د رایې ورکولو وړ یوازې څه باندې ۴۸ سلنې ایرانیانو برخه اخیستې وه.

د جون په میاشت کې رایه اچونه په داسې حال کې ترسرکیږي چې په غزه کې د ایران د لرغوني دښمن اسرائیل او د تهران ملاتړ لرونکې وسله والې ډلې حماس تر منځ جګړه روانه ده، او د ایران د اټومي پروګرام په سر ډپلوماتیک کړکیچ زور اخیستی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG