د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران سرپرست ولسمشر محمد مخبر څوک دی؟


محمد مخبر د ۱۳۳۴ کال د چنګاښ په څلورمه (د ۱۹۵۵ کال د سپتمبر لومړۍ نېټه) د ایران په جنوب لویدیځ کې د خوزستان ولایت په دیزفول ښار کې زیږیدلی دی.
محمد مخبر د ۱۳۳۴ کال د چنګاښ په څلورمه (د ۱۹۵۵ کال د سپتمبر لومړۍ نېټه) د ایران په جنوب لویدیځ کې د خوزستان ولایت په دیزفول ښار کې زیږیدلی دی.

د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد مخبر د دوشنبې په ورځ، مۍ ۲۰ (غويي ۳۱مه) د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رئیسي د سپرلۍ څرخي الوتکې د نسکوریدو او په پيښه کې د هغه له مړینې وروسته د ایران د سرپرست ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د دوشنبې په ورځ په ختیځ اذربایجان ولایت کې د رئیسي او یو شمېر نورو ایراني چارواکو له مړینې یوه ورځ وروسته په یو رسمي بیان کې وویل، چې د هیواد چارې یې د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر ته سپارلې او نوموړی د ایران د اساسي قانون له مخې د هېواد چارې مخې ته وړي.

د ایران د اساسي قانون د ۱۳۱ مادې له مخې، د ولسمشر د مړینې په صورت کې د ولسمشر لومړی مرستیال "د ایران د رهبرۍ په موافقې" د ولسمشر واکونه او مسئولیتونه په غاړه اخلي او د پارلمان او قضائیه قوې رئیسان او همدارنګه د ولسمشر لومړی مرستیال مکلف دي چې په ۵۰ ورځو کې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره ترتیبات ونیسي.

محمد مخبر به تر ۵۰ ورځو پورې، چې د ایران د جمهوري ریاست نوې ټاکنې کیږي، د ولسمشر په توګه کار کوي.

محمد مخبر څوک دی؟

محمد مخبر د ۱۳۳۴ کال د چنګاښ په څلورمه (د ۱۹۵۵ کال د سپتمبر لومړۍ نېټه) د ایران په جنوب لویدیځ کې د خوزستان ولایت په دیزفول ښار کې زیږیدلی دی.

د ایران د حکومت د نورو سیاستوالو په پرتله، نوموړی تر ډیره بریده په عام ډګر کې نه راڅرګندیده، خو د رئیسي له مړینې وروسته د هغه نوم د نړۍ د خبرونو سرلیکونو کې راغی.

محمد مخبر د ایران د ځواک په جوړښت او په ځانګړې توګه د خیریه بنسټونو لکه "د ایران د اسلامي انقلاب د مستضعفینو بنسټ " کې مهمه ونډه لري.

د دغو بنسټونو پانګه د هغو سترو مالي سرچینو څخه تمویلیږي، چې د محمد رضا پهلوي او هغه ته په نږدیو کسانو پورې تړلي وو او په ۱۹۷۹م کال کې د ایران له اسلامي انقلاب وروسته ضبط شوي دي.

محمد مخبر همدارنګه د "امام د حکم د پلي کولو بنسټ" د ناظر په توګه هم پیژندل کیږي.

هغه په ۲۰۲۱م کال کې په ورته دریځ کې و چې د امریکا د متحدو ایالتونو د خزانه دارۍ (مالیې) وزارت د بندیزونو لیست کې شامل شو.

په دې اړه هغه مهال د امریکا د خزانه دارۍ وزارت په اعلامیې کې ویل شوي وو: د "امام د حکم پلي کوونکی بنسټ په سیستماتیک ډول د سیاسي مخالفینو، مذهي لږکیو او جلاوطنو ایرانیانو په ګډون د رژیم د مخالفینو د ځمکو او جایدادونو په ضبطولو سره د مخالفینو حقوقونه تر پښو لاندې کړي دي."

اروپايي ټولنې هم محمد مخبر د هغو کسانو په لیست کې شامل کړ چې بندیزونه یې پرې لګولي وو، خو دوه کاله وروسته یې نوم له لېسته وایستل شو.

په ایران کې د کوویډ-۱۹ وبا د خپریدو په وخت کې، محمد مخبر د "امام د حکم پلي کوونکي بنسټ" د اجرائي رئیس په توګه نه یوازې د کوویډ - ۱۹ واکسین د جوړولو د هڅو څارنه وکړه، بلکې په ایران کې دننه ددغه واکسین د لسګونه میلیونه ډوزه د تولید ژمنه یې هم کړې وه.‌

د ایراني رسنیو د راپورونو په اساس، محمد مخبر د نړیوالو حقوقو په برخه کې دوکتورا لري او د ایران د تیلو په صنعت باندې د لویدیځ د بندیزونو د مخنیوي لپاره د ایران په هڅو کې مهم رول لوبولی دی.

له ۲۰۲۲م کال راهیسې، هغه د "نظام د مصلحت شورا" غړی دی؛‌ هغه شورا چې د ایران ستر مذهبي‌مشر علي خامنه یي ته سلا مشورې ورکوي او د مجلس او "نګهبان شورا" ترمنځ، چې د ایران اساسي قانون او د هیواد د ټاکنو څارنه کوي، شخړې حل کوي.

محمد مخبر چې له ۱۴۰۰هجري شمي کال راهیسې د ایران په دیارلسم حکومت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه کار کړی، په اتیایمه لسیره کې د ایران او عراق د جګړې پر مهال د ایران د "سپاه پاسداران انقلاب اسلامي" د منصبدار په توګه دنده ترسره کوله.

نوموړی د برېښنا د انجینرۍ په برخه کې لیسانس لري او ماسټري او دوکتورا یې په اداره، پلان او نړیوال قانون کې اخیستي دی.

د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي، ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان، د تبریز امام جمعه آل هاشم، د ختیځ اذربایجان والي ډاکټر مالک رحمتي د یکشنبې په ورځ ناوخته د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د " دیزمار ځنګل" کې د هلیکوپتر د لویدو په پیښه کې مړه شول.

رئیسي د یکشنبې په ورځ د یو شمیر ایراني چارواکو سره ددغه هیواد ختیځ اذربایجان ولایت ته تللی و او هلته یې د اذربایجان د جمهور رئیس الهام علیوف سره یوځای د قیزقلعه‌ سي د اوبو بند افتتاح کړ. دا بند دواړو هیوادونو په همکارۍ د ایران او اذربایجان ترمنځ د ارس د سرحدي سیند په اوږدو کې جوړ شوی دی.

د هلیکوپتر د نسکوریدو پیښه ددغو مراسمو له ځای څخه د رئیسي او مل پلاوي د ستنیدلو وروسته پر لار رامنځ ته شوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG