د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د جمهور رئیس په هلیکوپتر کې ټول سپاره مړه شوي


د ایران دولتي تلویزیون په سیمه ایز وخت دوشنبه مې ۱۹ ویلي چې د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي او ورسره مل پلاوي هلیکوپتر موندل شوی، خو د هیڅ مساپر ژوندي پاتې کیدو نښې نه لیدل کیږي.
د ایران دولتي تلویزیون په سیمه ایز وخت دوشنبه مې ۱۹ ویلي چې د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي او ورسره مل پلاوي هلیکوپتر موندل شوی، خو د هیڅ مساپر ژوندي پاتې کیدو نښې نه لیدل کیږي.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس مهر په سیمه ایز وخت دوشنبه مۍ ۲۰ (غوايي۳۱) سهار مهال راپور ورکړ چې د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي سره په هلیکوپتر کې ټول سپاره کسان مړه شویدي.

د ایران د حکومت یو جګپوړي چارواکي په سیمه ایز وخت دوشنبه مې ۱۹ وویل چې د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي او ورسره مل پلاوي هلیکوپتر یې په بشپړه توګه سوځیدلی او داسې ویره شته چې ټول مساپر به مړه وي.

د ایران د سره صلیب ادارې مشر په سیمه ایز وخت دوشنبه، مې ۲۰ خبر ورکړی چې د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي او پلاوي هیلکوپوتر موندل شوی، خو پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، ویلي یې دي چې وضعیت "ښه ندی".

د دې نړیوالې ادراې مشر پیرحسین کولیوند ویلي: " هیلکوپتر موندل شوی. مونږ اوس د هیلکوپتر په لور روان یو، وضعیت ښه ندی."

د ایرنا رسمي خبري اژانس د ښاغلي کولیوند له قوله ویلي چې د پیښې ځای ته د ژغورنې او لټون ۷۲ ټیمونه رسیدلي خو د جمهور رئیس او ورسره ملو کسانو د مرګ او ژوند په هکله یې لا څه ندي ویل.

هغه ویلي چې په سیمې کې د باران ورښت او غبار باوجود د ژغورنې او لټون عملې د یکشنبې ورځې راهیسې چې دا هلیکوپتر لویدلی، خپلې هلې ځلې جارې ساتلي.

د ایران دولتي تلویزیون په سیمه ایز وخت دوشنبه مې ۱۹ ویلي چې د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي او ورسره مل پلاوي هلیکوپتر موندل شوی، خو د هیڅ مساپر ژوندي پاتې کیدو نښې نه لیدل کیږي.

د دولتي تلویزیون په خبر کې ویل شوي: "د هلیکوپتر پیدا کیدو وروسته، تر اوسه هیڅ داسې نښه نده پیدا شوې چې په هیلکوپتر کې کوم مسافر ژوندی پاتې وي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG