د لاس رسي وړ اتصالات

ابراهیم رئیسي څوک و او څنګه یې واک ترلاسه کړ؟


رئیسي چې ۶۳ کاله عمر یې درلود، تر جمهور رئیس کیدو وړاندې د ایران د قضایه قوې مشري هم کړې. په هغه د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو لخوا پدې خاطر بندیزونه لګول شوي چې د ۱۹۸۸ په لسیزه کې یې په ډله ایزه توګه بندیان اعدام کړي.
رئیسي چې ۶۳ کاله عمر یې درلود، تر جمهور رئیس کیدو وړاندې د ایران د قضایه قوې مشري هم کړې. په هغه د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو لخوا پدې خاطر بندیزونه لګول شوي چې د ۱۹۸۸ په لسیزه کې یې په ډله ایزه توګه بندیان اعدام کړي.

د ایران اسلامي جمهوري دولتي پلاوي د هیلکوپتر د نسکوریدو په پیښه کې د جمهور رئیس ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره مل پلاوي مړینه تائید کړه.

د ایران اسلامي جمهوري دولتي پلاوي او ددغه هیواد حکومت په بیلابیلو اعلامیو کې د هیلکوپتر د نسکوریدو په پیښه کې د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره مل پلاوي مړینه تائید کړه.

ددې دمخه ایراني مطبوعاتو په سیمه ایز وخت دوشنبه، مې ۲۰ (غويي ۳۱مه) اعلان وکړ چې د دې هیواد جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د هلیکوپتر لویدو په پیښه کې د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان او نورو جګپوړو چارواکو سره یو یو ځای وژل شوی.

د مهر نیمه دولتي خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې په هلیکوپتر کې د ښاغلي رئیسي تر څنګ د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر او دوه نور جګپوړي چارواکي هم سپاره وه چې د ایراني چارواکو په وینا ټول یې وژل شویدي.

رئیسي څوک و؟

سید ابراهیم رئیسي د ۱۹۶۰ میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې د مشهد ښار د نوغان په سیمې کې په یوې دیندارې کورنۍ کې زیږیدلې و. هغه پنځه کلن و چې پلار یې مړ شو.

رئیسي ته تر ډیره حده پدې سترګه کتل کیدل چې ښایي د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي ځای ناستی وي.

هغه خامنه اي ته نږدې کس بلل کیده

رئیسي چې ۶۳ کاله عمر یې درلود، تر جمهور رئیس کیدو وړاندې د ایران د قضایه قوې مشري هم کړې. په هغه د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو لخوا پدې خاطر بندیزونه لګول شوي چې د ۱۹۸۸ په لسیزه کې یې په ډله ایزه توګه بندیان اعدام کړي.

رئیسي په ۲۰۱۷ کال کې د پخواني جمهور رئیس، حسن روحاني پر وړاندی چې منځلاری بلل کیده، انتخاباتو کې برخه واخیسته خو کامیاب نشو. ښاغلي روحاني په ۲۰۱۵ کال کې د ایران پنځو سترو ځواکونو سره اتومي موافقه لاسلیک کړې وه چې د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس په ۲۰۱۸ کال کې ترې په یو اړخیزه توګه ووت، او موافقه یې باطله کړله.

خو په ۲۰۲۱ کې یې بیا پداسې حال کې ځان کاندید کړ چې اکثریت کاندیدان د انتخاباتو څخه وړاندې بهیر کې له کاندید کیدو بند شول. هغه د ټولو رایو ۲۸.۹ ملیون رایو څخه نږدې ۶۲ په سلو کې ګټلې وې چې د دې هیواد په تاریخ کې تر ټولو لږو خلکو په رایې ګیرۍ کې برخه اخیستې وه.

رئیسي چې د "مرګ کمیسیون" په نامه د محاکمو مشري یې کوله، په ۱۹۸۸ کې یې د ایران – عراق تر جګړې پای ته رسیدو وروسته، زرګونه سیاسي مخالفین او وسله وال په تش په نامه محاکمو کې اعدام کړل.

شخصي ژوند او زده کړې

رئیسي خپلې لومړنۍ زده کړې د مشهد علمیه حوزه کې پيل کړلې او په پنځلس کلنۍ کې د لوړو زده کړو لپاره د قُم علیمه حوزې ته ولاړ. هغه په فقه او ځانګړو حقوقو څانګې کې تر دکتورا زده کړې د شهید مطهري په پوهنتون کې وکړلې او د تهران او قُم ښارونو په مختلفو علمیو کې یې د فقې درسونه ورکړي.

هغه ۲۳ کلن و چې د آیت الله سید احمد عمل الهدای د لور جمیله سادات علم الهدی سره یې واده وکړ او دوه لوڼې لرې.

رئیسي د فقې په برخې کې څو کتابونه هم لیکلي.

د متحده ایالاتو خزانې وزارت په ۲۰۱۹ کال کې د همدې اعدامونو له کبله د ایران په جمهور رئیس ابراهیم رئیسي بندیزونه ولګول. پدې محکمو کې تورن کسان چې د جرم کولو پر وخت اکثریت یې کم عمره و. دوي په ایران کې په زندانانو کې شکنجه شوي و او ناوړه رویه ورسره کیده چې د بدن غړیو پرې کیدل هم پکې شامل و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG