د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه اي اسلامي هیوادونو ته: له اسرائیل سره په موقتي توګه سیاسي اړیکې پرې کړئ


د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي یکشنبه نومبر ۱۹ (لړم۲۸) د هغو اسلامي هیوادونو څخه چې د اسرائیل سره سیاسي اړیکې لري وغوښتل چې لږ تر لږه د "محدود وخت" لپاره ددې هیواد سره اړیکې پرې کړي.

خامنه اي تر دې وړاندې په اسرائیل د خوړو او تیلو بندولو غوښتنه هم کړې وه.

د ایران دې جګپوړي چارواکي پخپلو خبرو کې وویل چې د اسلامي هیوادونو اصلي دنده په اسرائیل د انرژۍ او موادو بندول دي.

هغه پخپلو خبرو چې په دولتي مطبوعاتو کې خپرې شوي وویل، "یو شمیر اسلامي حکومتونو په مظاهرو کې د اسرائیل جنایتونه غندلي دي خو ځینو یې دا کار ندی کړی. دا نه منل کیدونکی دی".

خامنه اي وویل چې اسلامي حکومتونه باید لږ تر لږه د محدود وخت لپاره د اسرائیل سره سیاسي اړیکې پرې کړي.

متحدو عربو اماراتو او بحرین په ۲۰۲۰ کال کې د اسرائیل سره دیپلوماتیکي اړیکې عادي کړلې او د حماس برید څخه وړاندې د سعودي عربستان چارواکو هم غوښتل د اسرائیل سره دیپلوماتیکې اړیکې عادي کړي خو په غزې د اسرائیل برید څخه وروسته یې دا بهیر وځنډاوه.

یوې سرچینې د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې سعودي عربستان له اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو خبرې وروسته له هغې وځنډولې چې اسرائیلي پوځ د غزې په تړانګې بریدونه پیل کړل او د سیمې اوسېدونکو ته یې د وتلو لپاره ضرب الاجل وټاکه.

سعودي عربستان چې د اسلام تر ټولو مقدس ځای په کې موقعیت لري، هېڅکله یې اسرائیل په رسمیت نه دی پېژندلی او په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب د ابراهیم په موافقه کې یې هم برخه نه ده اخیستې. خو د متحده عربي اماراتو، بحرین او مراکش په ګډون د خلیج نورو هېوادونو له اسرائیل سره خپلې اړیکې عادي کړې دي.

د سعودي عربستان ولیعهد او د شاهي دولت اصلي واکمن محمد بن سلمان له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په خاطر شرطونه ایښي دي چې له واشنګټن څخه امنیتي ضمانت او د ملکي اټومي پروګرام پراختیا د ریاض له شرایطو څخه دي.

د ایران ستر مذهبي مشر دا څرګندونې د سپاه پاسداران انقلاب قول اردو د هوایي فضا ځواکونو د لاسته راوړنو په مناسب جوړې شوې غونډې ته وینا کوله چې د فتح-۲ په نامه توغندي هم پکې وښودل شول.

ویل کیږي چې دا په ایران کې جوړ شوي تر غږ چټک لومړني توغندي دي.

تر خامنه اي وړاندې د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي هم د روانې نومبر میاشتې په ۱۱ مې د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې د اسلامي همکارۍ سازمان او عرب لیګ هیوادونو په ګډې غونډې کې په اسرائیل د ګڼو بندیزونو لګولو غوښتنه کړې وه خو نورو هیوادونو دا غوښتنه نه وه منلې.

ښاغلي رئیسي د غزې په تړانګه کې د اسرائیل پوځي عملیاتو ته په اشارې له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د اسرائیل پوځ د ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامل کړي.

د ایران ولسمشر چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې یې د اسلامي همکاریو د سازمان په سرمشریزه کې خبرې کولې، همداشان له هغو اسلامي هېوادونو چې له اسرائیل سره اړیکې لري، وغوښتل چې له اسرائیل سره خپلې اړیکې پرې کړي او له فلسطین سره خپل ملاتړ زیات کړي.

اسرائیلي مقاماتو ویلي د حماس په برید کې چې د اکټوبر په ۷ مې یې وکړ، ۱۲۰۰ تنه وژل شوي و پداسې حال کې په لومړي سر کې یې ویلي و ۱۴۰۰ کسان وژل شوی. هغوي وویل چې د جسدونو د پیژندنې وروسته څرګنده شوه چې ۲۰۰ نور جسدونه د حماس د ډلې سخت دریځه و. حماس پر اسرائیل باندې د برید په ترڅ کې شاوخوا ۲۴۰ تنه یرغمل کړي چې بهرني اتباع هم په کې شامل دي.

د اکتوبر د اوومې نیټې له برید وروسته اسرائیل هم پر غزه باندې د غچ اخیستونکو هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې د حماس تر کنترول لاندې غزې د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه څه دپاسه ۱۱زره تنه وژلي چې په دریو کې دوه برخې یې میرمنې او ماشومان دي خو د غزې د مقاماتو دغه شمیرې په مستقله بڼه ندي تائید شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG