د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي لویدلې الوتکه لا هم نده موندل شوې


په رپوټونو کې همدارنګه ویل شوي چې د ژغورنې عمله کوښښ کوي د پیښې ځای ته پلي ورشي، ځکه چې د غبار له کبله په سیمې کې د الوتکو ورتګ نا ممکن شوی.
په رپوټونو کې همدارنګه ویل شوي چې د ژغورنې عمله کوښښ کوي د پیښې ځای ته پلي ورشي، ځکه چې د غبار له کبله په سیمې کې د الوتکو ورتګ نا ممکن شوی.

په ایران کې چارواکي وایي یو هیلکوپتر چې د دې هیواد جمهور رئیس، د بهرنیو چارو وزیر او نور جګپوړي چارواکي پکې ناست، په شمال لویدیځ کې لویدلې خو لا هم د دې الوتکې درک ندی معلوم شوی او د لټون عملیات روان دي.

په ایران کې دولتي مطبوعاتو ویلي چې دا هلیکوپتر یکشنبه، مې ۱۹(غويي۳مه) په سمیه ایز وخت سهار وختي، د ایران اذربایجان په ولایت کې د خرابې هوا له کبله لویدلې.

په الوتکه کې جمهور رئیس ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان او دوه نور جګپوړي چارواکي سپاره وو.

دوي هلته تللي و چې د اذربایجان د جمهور رئیس الهام علیوف سره د برښنا یو بند پرانیستې په مراسمو کې برخه واخلي.

ترکیې او روسیې د ژغورنې او لټون ټیمونه ایران ته استولي چې د لویدلې الوتکې پیدا کیدو چارو کې مرسته وکړي. په ایران کې دولتي مطبوعاتو په سمیه ایز وخت سهار وختي ویلي داسې ښکاري چې د ترکیې یوې بې پیلوټې الوتکې د پیښې کوردینات کشف کړی او د ژغورنې ټیم ته یې احوال ورکړی.

په ایراني مطبوعاتو کې ویل شوي چې ایراني چارواکي په دریو هلیکوپترو کې سپاره و خو دا یې ندي ویلي چې پاتې دوه نورې هیلوکوپترې هم لویدلي که نه.

په مطبوعاتو کې همدارنګه ویل شوي چې د ژغورنې عمله کوښښ کوي د پیښې ځای ته پلي ورشي، ځکه چې د غبار له کبله په سیمې کې د الوتکو ورتګ نا ممکن شوی.

د ایران پوځ، سپاه پاسداران انقلاب او د پولیسو افسران د لټون په عملیاتو اخته دي.

سره لدې چې د ښاغلي رئیسي او مل پلاوي د مرګ او ژوند په هکله لا څه ندي ویل شوي، خو په جرمني کې میشت آزاد خبریال او څیړونکي، رضا طالبي د امریکا غږ فارسي څانګې سره په مرکې کې د یکشنبې په ورځ وویل چې جمهور رئیس، ابراهیم رئیسي مړ شوی.

دې خبریال همدارنګه وویل چې ایران ښایي ښاغلی رئیسي "شهید"اعلان کړي او د مرګ ملامتي یې په متحده ایالاتو او اسرائیل واچوي.

په ورته وخت کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې واشنګټن د رئیسي الوتکې لویدو پیښه له نږدې څاري او تر څنګ یې دا هم ویلي چې تر دې دمه د دې پیښې په هکله هیڅ نظر نلري.

د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي له خپل ولس غوښتي چې "اندیښنه دې نکوي" او خلکو ته یې دا ډاډ هم ورکړی چې د هیواد د رهبرۍ په چارو کې به ګډوډي رانشي.

خامنه اي په ملي تلویزیون کې د وینا پر مهال هیله څرګنده کړه چې جمهور رئیس او ورسره مل پلاوی به په خوندي توګه بیرته د ولس سره یو ځای شي.

عراق، کویټ، قطر، سعودي عربستان، سوریې، روسیې، ترکیې او اروپایي اتحادیې د ایران د جمهور رئیس الوتکې پیدا کیدو په چارو کې د مرستو وړاندیز کړی.

د ایرنا خبري اژانس بیا ویلي چې د ایران کابینې د جمهور رئیس مرستیال، محمد مخبر تر مشرۍ لاندې بیړنی غونډه کړې خو دا یې ندي ویلي چې آیا واک د جمهور رئیس مرستیال ته لیږدول شوی که نه.

د ایران د اساسي قانون له مخې که د دې هیواد جمهور رئیس مړ یا د کوم دلیل له مخې ونشي کړی د هیواد چارې پر مخ یوسي، واک د جمهور رئیس مرستیال ته سپارل کیږي. د ایران د جمهور رئیس مرستیال په اوس وخت کې محمد مخبر دی او د جمهوري ریاست نوي انتخابات باید په ۵۰ ورځو کې وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG