د لاس رسي وړ اتصالات

سویس کې د ایران د ولسمشر په ضد د بشریت ضد جنایاتو شکایت شوی


دریو کسانو دوشنبه ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۰) په سویس کې د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي پر ضد حقوقي شکایت ثبت کړی، د بشریت ضد په جنایاتو یې تورن کړی او د نیولو غوښتنه یې کړې.

په شکایت کې د سویس فدرالي څارنوال اندریس میولر څخه غوښتل شوي چې د ایران د جمهور رئیس نیول کیدل او محکمې ته راکښل یقیني کړي ځکه چې د ډله ایزې وژنو، د محکمې له حکم پرته اعدامونو او د بشریت ضد نورو جرمونو کې یې لاس درلود.

په پام کې وه چې ښاغلي رئیسي په سویس کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په نړیوال فورم کې برخه اخیستې وه چې د همدې راتلونکي چارشنبې په ورځ پیلیږي خو ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې پدې غونډې کې د ایراني هیت مشري به د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان کوي.

پدې معنی چې ښایي د ایران جمهور رئیس به پدې غونډې کې برخه وانخلي.

سره لدې چې د سویس فدرالي څارنوالۍ تر اوسه ددې شکایت په هکله څه ندي ویلي خو یوه کاپي یې د فرانس پریس خبري اژانس لیدلي چې پکې ویل شوي چې دا شکایت د دوشنبې په ورځ شوی.

شکایت هغو دریو کسانو کړی چې ادعا لري د ۱۹۸۰ په لسیزه کې د حکومت سره د مخالفت له کبله ځپل شوي وو.

اصلي شکایت کوونکی رضا شمیریانی دی. هغه په ۱۹۸۱ میلادي کال کې د هغو ۵۰۰۰ کسانو د جملې څخه و چې د مخالفینو ځپلو په لړ کې بندي شوی و. د دې کسانو څخه یوازې ۱۵۰ یې ژوندي پاتې و چې ښاغلی شمیریاني هم پکې و.

په شکایت کې ویل شوي د ایران اوسني جمهور رئیس په هغه وخت کې د مخالفینو د تهران د څارنوالۍ مرستیال او د "مرګ کمیسیون" غړی و. په شکایت کې راغلي، "رئیسي به پوښتنه کوله چې د کومې ډلې سره تړاو لرئ او چې د مجاهدین خلق نوم به یې واورید، د مرګ سزا به یقیني وه".

ښاغلي شمیریاني تر ۱۹۹۱ پورې بندي و چې هره ورځ شکنجه ورکول کیده او وایي نه پوهیږي چې څنګه ژوندی پاتې شو.

دوه نور شکایت کوونکي چې په ۱۹۸۸ کال کې په ایران کې بندیان و، وایي چې رئیسي د مرګ کمیسیون غړی و.

د بشري حقونو ډلې د پخوا راهیسې هغو په زرګونو کسانو لپاره عدالت غواړي چې ډیری یې ځوانان و او د محکمې حکم پرته په زندانانو کې د ۱۹۸۸ په اوړي چې د ایران او عراق جګړه مخ په خلاصیدو وه، ووژل شول.

ډیری وژل شوي په ایران کې د مجاهدین خلق سازمان غړي و چې د ایران او عراق تر منځ جګړې کې یې د عراق پخواني دیکتاتور صدام حسین پلوي کوله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG