د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو جګپوړی غړی د اسرائیل په هوایي برید کې وژل شوی


د ایران څو امنیتي سرچینو او مطبوعاتو ویلي چې د سوریې پایتخت دمشق سره نږدې د اسرائیل په هوایي برید کې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو جګپوړی غړی وژل شوی.

ځینو سرچینو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې وژل شوی جګپوړی پوځي چارواکی سید رضا موسوي نومیده چې د سوریې او ایران تر منځ د پوځي ائتلاف چارې یې همغږۍ کولې او دوشنبه ډسمبر ۲۵ (مرغومي۴مه) په هوایي برید کې ووژل شو.

د ایران دولتي تلویزیون هم د موسوي مړینه تائید کړې او ویلي یې چې هغه په سوریه کې د ایران د سابقه لرونکو پوځي مشاورینو څخه یو و.

په راپورونو کې دا هم ویل شوي چې موسوي د ایران د قُدس ځواکونو پخواني قوماندان جنرال قاسم سلیماني نږدې همکار و. سلیماني په ۲۰۲۲ کال کې د عراق پلازمینه بغداد سره نږدې د امریکا په یو هوایي برید کې وژل شوی و.

دی تر سلیماني وروسته د قُدس ځواکونو دویم جګپوړي نظامي قوماندان دی چې د هیواد څخه د باندې په هوایي برید کې وژل کیږي.

د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د موسوي وژل کیدو په هکله ویلي، " اسرائیل به له شک پرته د دې جنایت قیمت ادا کړي."

د ایرنا دولتي خبري اژانس د ښاغلي رئیسي له قوله ویلي چې دا جنرال د دمشق په جنوب کې وژل شوی.

په راپور کې ویل شوي چې موسوي په سوریه کې د مقاومت محور ته لوژستیکي ملاتړ برابر وه.
سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو بیا ویلي چې د خپل دې مشر د وژل کیدو غچ به اخلي.

په سوریه کې د ایران سفیر حسین اکبري بیا د مهر خبري اژانس ته ویلي چې هغه کور چې دا جنرال پکې اوسیده، درې توغندي لګیدلي چې ودانۍ له منځه تللی او د دې جنرال مړي وروسته د کور په انګړ کې وموندل شو.

سره لدې چې د اسر ائیل پوځ په ځانګړې توګه پدې پیښې تبصره لا نده کړې خو د دې هیواد پوځ د کالونو راهیسې په سوریه کې هغه ملیشې په نښه کوي چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG