د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ایران د جمهور رئیس هلیکوپتر لویدو وروسته مرسته غوښتې وه


د متحده ایالاتو حکومت وایي ایران ترې وروسته تر هغې د مرستې غوښتنه وکړله چې د دې هیواد د جمهور رئیس او نورو جګپوړو چارواکو هلیکوپتر د یکشنبې په ورځ د هوا خرابوالي له کبله ولویده.

سره لدې چې امریکا ویلي د ایران د پخواني جمهور رئیس ابراهیم رئیسي "لاسونه په وینو ککړ" و خو تر څنګ یې د هغه په مړینه په رسمي توګه غمرازي هم څرګنده کړېده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډیوډ میلر دوشنبه مې ۲۰ (غوایي ۳۱) په خبري کنفرانس کې پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، وویل چې د ایران حکومت د واشنګټن څخه د الوتکې لویدو څخه سمدستي وروسته د مرستې غوښتنه کړې وه.

تهران او واشنګټن دیپلوماتیکې اړیکې نلري خو ښاغلي میلر زیاته کړه چې د نړۍ هر بل حکومت په څیر د ایران غوښتنې ته د واشنګټن ځواب دا و چې "مونږ مرستې ته چمتو یو".
خو میلر زیاتوي چې د لوژستیکي دلایلو له کبله واشنګټن پدې ونه توانید چې د ایران د حکومت مرسته وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا ونه ویل چې د ایران حکومت د مرستې دا غوښتنه څرنګه کړې خو دومره یې ویلي چې د جمهور رئیس رئیسي د الوتکې لویدو څخه سمدستي وروسته، تهران دا غوښتنه وکړله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د جمهور رئیس په مړینې په رسمي توګه غمرازي څرګنده کړې ده. د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، "پداسې حال کې چې ایران نوی جمهور رئیس ټاکي، مونږ د ایران ولس او د بشري او بنسټیزو حقونو تر لاسه کولو لپاره د هغوي د هلو ځلو لپاره پخپل ملاتړ ټینګار کوو".


ها خوا بیا سپینې ماڼۍ ویلي چې دا غمرازي د اصولو له مخې څرګنده شوې او د ایران د وژل شوي جمهور رئیس لپاره د ملاتړ څرګندونه نده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په خبري کنفرانس کې د ایران وژل شوي جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل، " داسې یو سړی و چې لاسونه یې په وینو ککړ و" او زیاته یې کړه چې هغه د "ناوړه تیریو" مسؤل و.

تر اوسه د الوتکې لویدو علت ندی څرګنده او د ایران پوځ پدې هکله د پلټنو امر کړی خو تر دې وړاندې یې د غټو امنیتي پیښو ملامتي په متحده ایالاتو او اسرائیل اچولې.

د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر جاوید ظریف بیا پدې پیښې کې د متحده ایالاتو لخوا پدې هیواد لګول شوي بندیزونه ګرم بللي چې د هغه په قول په ایران د الوتکو پرزو تر لاسه کولو یې اغیز کړی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې تور په ځواب کې وویل چې په "نهایت کې دا پریکړه د ایران د حکومت ده چې په خرابې هوا کې ۴۵ کلنه زړه الوتکه الوزوي".

د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي، ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهایان، د تبریز امام جمعه آل هاشم، د ختیځ اذربایجان والي داکتر مالک رحمتي د یکشنبې په ورځ ناوخته د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د " دیزمار ځنګل" سیمه کې د هلیکوپتر د لویدو په پیښه کې مړه شول.

رئیسي د یکشنبې په ورځ د یو شمیر ایراني چارواکو سره ددغه هیواد ختیځ اذربایجان ولایت ته تللی وو او هلته یې د اذربایجان د جمهور رئیس الهام علیوف سره یوځای د قیزقلعه‌ سي د اوبو بند افتتاح کړ. دا بند دواړو هیوادونو په همکارۍ د ایران او اذربایجان ترمنځ د ارس د سرحدي سیند په اوږدو کې جوړ شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG