د لاس رسي وړ اتصالات

ملا برادر د رئیسي د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی


جمهور رئیس ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان، د تبریز امام جمعه آل هاشم، د ختیځ اذربایجان والي داکتر مالک رحمتي د یکشنبې په ورځ ناوخته د هلیکوپتر د لویدو په پیښه کې مړه شوي دي.
جمهور رئیس ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان، د تبریز امام جمعه آل هاشم، د ختیځ اذربایجان والي داکتر مالک رحمتي د یکشنبې په ورځ ناوخته د هلیکوپتر د لویدو په پیښه کې مړه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددغه حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی د ایران د پخواني جمهور رئیس ابراهیم رئيسي او هغه سره د هلیکوپتر په پیښه کې د مړه شویو ایراني چارواکو د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی دی.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۲ (غیرګولي دوییم ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملابرادر سره په دې پلاوي کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم مل دی.

د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر ددغه سفر په اړه لیکلي: "د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال به د ایران پلازمېنه تهران کې د دغه هېواد د وفات شوي ولسمشر ابراهیم رئیسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د دغه هېواد حکومتي مسوولینو، د مرحوم کورنۍ او د ایران ولس ته د اسلامي امارت ( طالبانو حکومت) او د افغانستان د خلکو په استازیتوب د تسلیت مراتب وړاندې کړي".

په مشهد کې خاورو ته د ایران د پخواني جمهور رئیس د مړي د سپارلو د مراسمو دمخه د هغه د مړي سره د تهران په ګډون یو شمیر ښارونو کې د مخه ښې مراسم ترسره شوي دي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس ویلي چې د دغه هیواد د پخواني جمهور رئیس د جنازې په مراسمو کې به د ۵۰ بهرنیو هیوادونو پلاوي ګډون وکړي. ددغه خبري اژانس د معلوماتو له مخې په دغو پلاو کې لس پلاوي د حکومتونو د مشرانو او ۲۰ پلاوي د وزیرانو په کچه او پاتې نور په مختلفو کچو چې د پارلمان د رئیسانو او ځانګړو استازو په مشرۍ ګډون وکړي.

په نړیوالو مشرانو کې د روسیې د فدراسیون جمهور رئیس ولادیمر پوتین هم شامل دی.

د ایران د هلیکوپتر د پیښې د قربانیانو د مراسمو تنظیموونکي وايي چې د دغه هیواد د پخواني جمهور رئیس ابراهیم رئیسي خاورو ته د سپارلو مراسم به د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۳(غبرګولي درېیمه) د مشهد په ښار کې ترسره شي

د ایران حکومت د چهارشنبې ورځ مۍ ۲۲ (غبرګولي دوییمه) په دغه هیواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د ایران حکومت له خلکو غوښتي چې د سه شنبې د ورځې څخه د پنجشنبې تر ورځې دې ولایتونو ته له سفر ډډه وکړي او د هغې پر ځای دې د پخواني جمهور رئیس او د هغوی د ملګرو د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي.

جمهور رئیس ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان، د تبریز امام جمعه آل هاشم، د ختیځ اذربایجان والي داکتر مالک رحمتي د یکشنبې په ورځ ناوخته د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د "دیزمار ځنګل" سیمه کې د هلیکوپتر د لویدو په پیښه کې مړه شوي دي.

رئیسي د یکشنبې په ورځ د یو شمیر ایراني چارواکو سره ددغه هیواد ختیځ اذربایجان ولایت ته تللی وو او هلته یې د اذربایجان د جمهور رئیس الهام علیوف سره یوځای د قیزقلعه‌ سي د اوبو بند افتتاح کړ.

دا بند دواړو هیوادونو په همکارۍ د ایران او اذربایجان ترمنځ د ارس د سرحدي سیند په اوږدو کې جوړ شوی دی.

د هلیکوپتر د نسکوریدو پیښه ددغو مراسمو له ځای څخه د رئیسي او مل پلاوي د ستنیدلو وروسته پر لار رامنځ ته شوه.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د دوشنبې په ورځ می ۲۰ (غويي ۳۱مه) د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي په مړینه د پنځو ورځو ملي ماتم اعلان کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG