د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د جمهور رئیس مړی د پنجشنبې په ورځ خاورو ته سپارل کیږي


په مشهد کې خاورو ته د ایران د پخواني جمهور رئیس د مړي د سپارلو د مراسمو دمخه د هغه د مړي سره د مخه ښې مراسم به د جنوبي خراسان ولایت کې هم ترسره شي.
په مشهد کې خاورو ته د ایران د پخواني جمهور رئیس د مړي د سپارلو د مراسمو دمخه د هغه د مړي سره د مخه ښې مراسم به د جنوبي خراسان ولایت کې هم ترسره شي.

د ایران د هلیکوپتر د پیښې د قربانیانو د مراسمو تنظیموونکي وايي چې د دغه هیواد د پخواني جمهور رئیس ابراهیم رئیسي خاورو ته د سپارلو مراسم به د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۳(غبرګولي درېیمه) د مشهد په ښار کې ترسره شي.

د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس 'مهر' د دغو مراسمو د تنظیوونکو له قوله ویلي چې د ابراهیم رئیسي د جنازې مراسم به د سه شنبې د ورځې د سهار په ۹:۳۰ بجو د ختیځ اذربایجان د تبریز په ښار کې پیل او هممهاله به د قم په ښار کې هم دوام ومومي.

دغو تنظیموونکو ویلي چې د هلیکوپتر د نسکوریدو په پیښه کې د مړه شویو کسانو "ملت شهیدانو" سره د خلکو د مخه ښې مراسم به د سه شنبې په شپه په تهران کې د امام خمیني په جومات کې تر سره شي.

په مشهد کې خاورو ته د ایران د پخواني جمهور رئیس د مړي د سپارلو د مراسمو دمخه د هغه د مړي سره د مخه ښې مراسم به د جنوبي خراسان ولایت کې هم ترسره شي.

د ایران حکومت د چهارشنبې ورځ مۍ ۲۲( غبرګولي دوییمه) په دغه هیواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

همداشان په ایران کې د ښوونځیو ازموینې ددې اونۍ ترپایه پورې لغوه شوي او ایران حکومت له خلکو غوښتي چې د سه شنبې د ورځې څخه د پنجشنبې تر ورځې دې ولایتونو ته له سفر ډډه وکړي او د هغې پر ځای دې د پخواني جمهور رئیس او د هغوی د ملګرو د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي.

جمهور رئیس ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان، د تبریز امام جمعه آل هاشم، د ختیځ اذربایجان والي داکتر مالک رحمتي د یکشنبې په ورځ ناوخته د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د " دیزمار ځنګل" سیمه کې د هلیکوپتر د لویدو په پیښه کې مړه شوي دي.

رئیسي د یکشنبې په ورځ د یو شمیر ایراني چارواکو سره ددغه هیواد ختیځ اذربایجان ولایت ته تللی وو او هلته یې د اذربایجان د جمهور رئیس الهام علیوف سره یوځای د قیزقلعه‌ سي د اوبو بند افتتاح کړ.

دا بند دواړو هیوادونو په همکارۍ د ایران او اذربایجان ترمنځ د ارس د سرحدي سیند په اوږدو کې جوړ شوی دی.

د هلیکوپتر د نسکوریدو پیښه ددغو مراسمو له ځای څخه د رئیسي او مل پلاوي د ستنیدلو وروسته پر لار رامنځ ته شوه.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د دوشنبې په ورځ می ۲۰ (غويي ۳۱مه) د ولسمشر ابراهیم رئیسي په مړینه د پنځو ورځو ملي ماتم اعلان کړ.

خامنه يي په ختیځ اذربایجان ولایت کې د رئیسي او یو شمېر نورو ایراني چارواکو له مړینې یوه ورځ وروسته په یو رسمي بیان کې وویل: "زه پنځه ورځنی ملي ماتم اعلانوم او د ایران ګرانو خلکو ته خپله خواخوږي وړاندې کوم."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG