د لاس رسي وړ اتصالات

 
امریکا د سوریې او کردانو د موافقې هرکلی وکړ

امریکا د سوریې او کردانو د موافقې هرکلی وکړ


د سوریې موقتي جمهور رئیس احمد الشرع د سوریې دیموکراتیکي ځواکونو قوماندان مظلوم عبدي سره د موافقې لاسلیک کولو پر مهال.
د سوریې موقتي جمهور رئیس احمد الشرع د سوریې دیموکراتیکي ځواکونو قوماندان مظلوم عبدي سره د موافقې لاسلیک کولو پر مهال.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سه شنبه مارچ ۱۱ ( کب ۲۱) د هغې موافقې هرکلی کړی چې له مخې به یې په سوریه کې د کردانو نیمه خپلواکې سیمې د سوریې د ملي حکومت سره یو ځای شي.

ښاغلي روبیو په یوې اعلامیې کې ویلي، "متحده ایالات د سوریې د موقتي چارواکو او سوریې دیموکراتیکو ځواکونو تر منځ د تازه اعلان شوې موافقې هرکلی کوي چې شمال ختیځه برخه به د متحدې سوریې سره یو ځای شي".

د ښاغلي روبیو هدف د متحده ایالاتو له ملاتړ برمخمن کردي ځواکونه دي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې یې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو سره په ګډه مبارزه کوله.

د سوریې موقتي جمهور رئیس احمد الشرع له پخوا راهیسې کوښښ کاوه چې پدې هیواد وسله والې ډلې له منځه یوسي او داسې حکومت جوړ کړي چې په ټول هیواد باندې واک ولري.

ښاغلي الشرع تیره ورځ د سوریې دیموکراتیکي ځواکونو سره د موافقې اعلان وکړ. دا ځواکونه چې د تیرو لسو کالونو راهیسې یې د هیواد ډیری ختیځه برخه په لاس کې وه، موافقه یې کړې چې د سوریې په ملي حکومت کې به ورګډیږي.

تر دې وړاندې د سوریې د دفاع وزیر د روان میلادي کال په سر کې ویلي و چې دا به سمه نه وي چې د امریکا له ملاتړ څخه برخمن کردي جنګیالي چې د هیواد په شمال ختیځ کې میشت دي د سوریې په پراخه متحدو وسله والو ځواکونو کې ځان ته پوځي بلاک ولري.

معروف ابو قصرا له رویټرز سره په خبرو کې وویل د کردي جنګیالیو رهبري چې د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (SDF) په نوم پیژندل کیږي د دې پیچلې مسلې په حل کې ځنډ کوي.

د سوریې د حکومت سره د کردي ځواکونو تر یو ځای کیدو وړاندې په ترکیې د کردانو کارګر ګوند هم د څه باندې ۴۰ کالونو وسله والې مبارزې وروسته د انقرې سره د سولې تړون وکړ.

پي کې کې د روانې مارچ میاشتې په لومړۍ نیټې وروسته له هغې له ترکیې سره د اوربند اعلان وکړ چې د دې ګوند زنداني مشر عبدالله اوجالان له خپلې ډلې وغوښتل له څلورو لسیزو څخه زیاته وسله واله مبارزه ختمه کړي.

د کردستان د کارګرانو ګوند چې له ۱۹۸۴ کال راهیسې د کردانو د یو جلا هېواد د جوړېدلو لپاره مبارزه کوي د ترکیې، متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده. کردان د ترکیې د ۸۵ ملیون نفوس شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي.

خو دغې ډلې په دې وروستیو کې د بیلتون پر ځای د فرهنګي او ژبنۍ خپلواکۍ د حقونو غوښتنه کړې ده.

وروسته له هغې چې عبدالله اوجالان په ۱۹۹۹ کې زنداني شو، د جګړې د پای ته رسولو لپاره زیاتې هڅې وشوې او په دې موده کې له ۴۰ زرو څخه ډیر کسان ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG