د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو ادارې د اسرائیل له برید وروسته د غزې وضعیت 'په ځمکه دوزخ' بللی


د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې د برید له کبله د بې ځایه شویو فلسطینیانو په کمپ کې خیمو اور اخیستی او په لسګونو کسان ټپیان شوي هم دي.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې د برید له کبله د بې ځایه شویو فلسطینیانو په کمپ کې خیمو اور اخیستی او په لسګونو کسان ټپیان شوي هم دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د دوشنبې په ورځ می ۲۷ (غبرګولي اوومه) د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسرائیل له برید وروسته وضعیت "د ځمکې پر مخ دوزخ" وباله. فلسطیني روغتیایی چارواکو ویلي په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي دي.

دغې ادارې وویل: "په رفح کې پر بې ځایه شویو کورنیو باندې د نورو بریدونو په اړه راپورونه ډارونکي دي... د پراخې مرګ ژوبلې راپورونه راغلي چې ماشومان او ښځې پکې شاملې دي."

د اسرائیل پوځ ویلي چې د هغو راپورونو په اړه غور کوي چې وايي د یکشنبې په ورځ په رفح کې د اسرائیل په هوايي برید کې د حماس د دوو لوړ پوړ چارواکو د وژل کیدو ترڅنګ اور بل شوی دی.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې د برید له کبله د بې ځایه شویو فلسطینیانو په کمپ کې خیمو اور اخیستی او په لسګونو کسان ټپیان شوي هم دي.

د اسرائیل پوځ خپل برید یو دقیق هوايي برید بللی چې په پایله کې یې د لویدیځې غاړې لپاره د د حماس مشر یاسین رابعه وژل شوی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې دا برید کیدای شي په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د منځګړیتوب هڅې پیچلې کړي.

بل خوا، د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ رئیس جوزپ بوریل اسرائیل ته د عدالت نړیوالې محکمې د هغه حکم د پلې کیدو غوښتنه کړې چې له مخې یې باید د غزې په رفح کې پوځي عملیات "سمدستي" ودروي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې چې اسرائیل به د حماس د واک تر بشپړ ختمېدو پورې له غزې نه وځي. هغه خبرداری ورکړی چې اسرائيل بايد د رفح ښار ونيسي تر څو هلته د حماس کنډکونه له منځه يوسي او د اورپکو په وړاندې د "بشپړ بريا" هدف ترلاسه کړي، کوم چې په دې وروستيو کې د غزې په نورو برخو کې بيا منظم شوي دي چېرته چې اسرائيلي پوځ پخوا کنټرول درلود.

حماس د یکشنبې په ورځ وویل چې دوی د اسرائیلو پر سوداګریز مرکز تل ابیب باندې ګڼ شمېر راکټونه توغولي دي.

د اسرائیل چارواکو دا ندي ویلي چې ایا د حماس په راکټي بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله اوښتې که نه او د زیان په هکله یې هم څه ندي ویلي.

خو د حماس عزالدین قسام لوا په یوې لیکنې چې په ټیلګرام کې یې خپره کړې، ویلي چې په تل ابیب یې د توغندیو دا برید د "سهیونستانو لخوا د ملکي وګړو قتل عام" په غبرګون کې کړی دی.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د هوایي دفاع سیسټم یې یو شمیر توغندي شنډ کړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې لږ تر لږه اته سرګلولې چې د غزې له جنوب رفح ښارګوټي څخه وار شوي وې، د اسرائیل په خاوره کې لګیدلي دي.

په غزه کې روانه جګړه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د اکتوبر د اوومې له بې ساري برید وروسته پیل شوه. اسرائیلي مقامات وايي په دغه برید کې ۱۱۷۰ زیاتره ملکي خلک ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وايي، د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې تراوسه څه کم ۳۶۰۰۰ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG