د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحادیې اسرائیل ته د جګړې بندولو په اړه د نړیوالې محکمې د حکم پلې کېدل غوښتي


د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ رئیس جوزپ بوریل په بروکسل کې د اروپايي او عربو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د ګډې غونډې له پیل وړاندې رسنیو ته وینا کوي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ رئیس جوزپ بوریل په بروکسل کې د اروپايي او عربو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د ګډې غونډې له پیل وړاندې رسنیو ته وینا کوي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ رئیس جوزپ بوریل د دوشنبې په ورځ می ۲۷ (غبرګولي اوومه) اسرائیل ته د عدالت نړیوالې محکمې د هغه حکم د پلې کیدو غوښتنه وکړه چې له مخې یې باید د غزې په رفح کې پوځي عملیات "سمدستي" ودروي.

د اسرائیل حکومت ددغې نړیوالې محکمې د جمعې د ورځې حکم رد کړی او پر رفح یې بریدونو ته دوام ورکړی دی. حماس او فلسطیني ادارې ویلي، چې رفح ته څېرمه د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر یو مرکز باندې د اسرائیل د یکشبنې د ورځې په هوايي برید کې په لسګونو کسان مړه شوي دي.

بوریل په بروکسل کې د اروپايي او عربو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ګډې غونډې ته وویل: "موږ باید د محکمې امر ته د درناوي او ددې امر د پلې کېدو غوښتنه وکړو... دا په حقیقت کې یوه پیچلې مسئله ده چې نړیواله ټولنه څنګه وتوانیږي چې دغه حکم پلی کړي."

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان، اردن، مصر، متحده عربي اماراتو او قطر د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د غزې له جګړې وروسته د دوه دولتونو د حل لارې لپاره د ډپلوماټیکو هلوځلو د یوې برخې په توګه خبرې پیل کړې.

بوریل وویل: "موږ به د فلسطین او فلسطیني ادارې د ملاتړ کولو د څرنګوالي او سیاسي بهیر د بیا ژوندي کولو په اړه د دوی لیدلوری واورو."

د فلسطیني دولت د جوړولو لپاره هلې ځلې تیره اونۍ هغه وخت ګړندۍ شوې چې د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو ایرلنډ، هسپانیې او ناروې اعلان وکړ چې سر له بلې اونۍ فلسطیني دولت په رسمیت پیژني.

خو دغه اقدام د اروپايي اتحاديې ۲۷ غړي هېوادونه ویشلي، کوم چې په غزه کې د جګړې په اړه يو متحد دریځ نلري.

یوه برخه چې اروپايي اتحادیه کولی شي له جګړې وروسته پکې عملي رول ولوبوي، له غزې څخه مصر ته د رفح پولې احتمالي څارنه ده.

د اروپايي اتحادیې له خوا د رفح پولې د نظارت ماموریت په ۲۰۰۷ کې ځنډول شوی و. خو بوریل وویل چې د اسرائیل په شمول د سیمه ایزو لوبغاړو له خوا ددغه ماموریت د بیا پیل کولو غوښتنه شوې ده او ټاکل شوې چې په بروکسل کې د وزیرانو په روانه غونډه کې ورباندې بحث وشي.

په غزه کې روانه جګړه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د اکتوبر د اوومې له بې ساري برید وروسته پیل شوه. اسرائیلي مقامات وايي په دغه برید کې ۱۱۷۰ زیاتره ملکي خلک ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وايي، د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې تراوسه څه کم ۳۶۰۰۰ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG