د لاس رسي وړ اتصالات

له مصر څخه د مرستو لسګونه لارۍ غزې ته داخلېږي


د مصر دولتي رسنۍ القاهرې د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۶ (جوزا ۶) راپور ورکړ چې له مصر څخه غزې ته د مرستو د لاریو تګ پيل شوی دی.

دا لارۍ د اسرائیل تر کنترول لاندې د کرم ابو سالم (کرم شلوم) له لارې د غزې تړانګې ته ننوځي.

تقریبآ ۲۰۰ لارۍ د مصر په اړخ کې د رفح له سرحد څخه خوځېدلې دي، د اسرائیل پوځ د مۍ په میاشت کې د تونل له نیول کېدو وروسته دا لاره بنده کړه.

مصر ویلي تر څو پورې چې اسرائیل د فلسطین اړخ کنترولوي، هغوی به د رفح له لارې غزې ته مرستې نه انتقالوي.

سپینه ماڼې وايي چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي له ولسمشر جو بایډن سره له تیلیفوني خبرو وروسته موافقه وکړه چې د کرم ابو سالم له لارې به له مصر څخه مرستې ولېږدوي، دا جنوبي غزې ته د ننوتلو بله لار ده.

د القاهرې خبري رسنۍ نه دي ویلي چې په دقیق ډول څومره لارۍ له پلټنې وروسته محاصره شوې غزې ته رسېدلې خو وايي چې د تیلو څلور ټانکرونه له سرحد څخه تېر شوي او روغتونونو ته په لار دي.

د اسرائیل مقامات له مصر څخه غزې ته ټولې انتقالېدونکې مرستې پلټي او ملګري ملتونه یې وېشي.

د العرېش په سمه کې د سور صلیب د کمېټې مشر خالد زاید د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې پاتې ۲۰۰ لارۍ به هم نن غزې ته داخلې شي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ویلي وو چې باید د غزې اوسېدونکو ته عاجلې مرستې ورسول شي. هغه ویلي وو چې دغلته د لوږې له لاسه ماشومان ناروغېږي او مري.

د حماس ډلې د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل، اسرائیل وايي چې په دغو بریدونو کې تقریبآ ۱۲۰۰ کسان ووژل شول. اسرائیل غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي چې په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي تر دې دمه څه باندې ۳۵۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG