د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالات: د امریکایي وسلو څخه د اسرائیل کارونې ښایي نړیوال قوانین نقض کړي وي


عکس: ارشیف - غزه
عکس: ارشیف - غزه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ می ۱۰ (ثور ۲۱) د امریکا کانګرس ته په یو راپور کې ویلي چې یوې پریکنده نتیجې ته ندي رسیدلي چې د امریکایي وسلو په کارولو سره اسراییل د بشردوستانه قوانینو څخه سرغړونه کړې وي. خو دغه وسلې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د نړیوال بشردوستانه قانون سره " په ټکر" کې کارول شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، اسرائیل چې په کال کې شاوخوا د درې میلیارده ډالرو په ارزښت امریکایي وسلې ترلاسه کوي، دا وسلې یې په داسې ډول کارولي چې د بشردوستانه قوانینو له معیارونو سره برابر ندي، خو متحده ایالات نه شي کولای "قطعې پایلو" ته ورسېږي.

په راپور کې راغلي، "په غزه کې د جګړې ماهیت د انفرادي کړنو په اړه ارزیابۍ او دقیقو موندنو ته لاسرسی ستونزمن کوي."

راپور وايي وروستۍ موندنې ښیي چې ددغو وسلو څخه د مناسبې ګټې اخیستنې په هکله د اسرائیل ضمانتونه "د اعتبار وړ او باوري" دي او دا امریکا ته اجازه ورکوي چې اسرائیل ته د وسلو رسولو ته دوام ورکړي.

د فبرورۍ په میاشت کې، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت یادداشت صادر کړ، چې د NSM-20 په نوم پیژندل کیږي، په کوم کې چې هغه له هغو هیوادونو څخه چې د متحده ایالتو نظامي مرستې ترلاسه کوي وغوښتل چې "د اعتبار وړ او باوري" ډاډ ترلاسه کړي چې دوی به بشري قانونین مراعت کوي.

اسرائیل واشنګټن ته په لیکلي شکل ډاډ ورکړی چې د غزې په جګړه کې د امریکا له خوا د ورکړل شویو وسلو کارول په جګړه او یا د ملکي وګړو سره په نښتو کې د امریکا او یا نړیوالو قانوني معیارونو څځه سرغړونه نده شوې.

خو شنونکي وايي، چې اوس مهال د امریکايي وسلو د کارونې د څارنې لپاره هیڅ دولتي میکانیزم نشته.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې ویلي چې دوی د اسرائیل لخوا د متحده ایالاتو لخوا د وسلو له قانون څخه د احتمالي سرغړونو پلټنو ته دوام ورکوي، خو تر اوسه "بشپړ معلومات نلري چې تائید کړي" چې ایا د متحده ایالاتو وسلې په "ځانګړي ډول" د نړیوالو بشردوستانه حقونو د سرغړونې د ادعاو پر وړاندې کارول شوي او که نه.

دا راپور په داسې حال کې خپریږي چې بایډن د چهارشنبې په ورځ مۍ اتمه (ثور ۱۹) له سي ان ان خبري شبکې سره په مرکه کې وویل د هغو یو میلیونو ملکیانو د وضعیت په اړه د اندیښنې په وجه چې په رفح ښار کې یې پناه اخیستې ده، هغه وسلې چې اسرائیل کولی شي په رفح باندې په پراخه پیمانه برید کې وکاروي، هغه به اسرائیل ته چمتو نه کړي.

د غزې په جګړه کې د اسرائیل د سرغړونو د راپورونو سره سره، متحده ایالات لاهم د اسرائیل دفاع ته ژمن دي، او هغه هیواد ته د اوسپنېزې ګنبزې په نامه د بریدونو د مخنیوي توغندي او نورې دفاعي وسلې ورکوي. خو بیا هم امریکايي چارواکو ویلي دي چې که اسرائیل رفح ښار ته ننوځي، "موږ به هغه وسلې او راکټونه ورنکړو چې هلته کارول کیږي."

حماس د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسرائیل پر جنوبي سيمو بريد وکړ. د اسرائیل په وینا، په دې برید کې د حماس اورپکو لږترلږه ۱۱۷۰ کسان ووژل او نږدې ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل کړل.

د دې برید په غبرګون کې اسرائیل پر غزې خپل غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل، چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، چې د حماس تر کنټرول لاندې دی، شاوخوا ۳۵ زره فلسطینیان چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

ددې مطلب په برابرولو کې د امریکاغږ د انګلیسي ژبې او د فرانس پرس اژانس له رپوټونو استفاده شوې ده.

ددې مطلب په برابرولو کې د امریکاغږ د انګلیسي ژبې او د فرانس پرس اژانس له رپوټونو استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG