د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د مرستو لومړنۍ جوپه د نوي جوړ شوي بندر له لارې غزې ته ورسېده


د امریکا پوځ وايي د غزې په ساحل کې ددغه موقتي بندر د جوړولو چارې د مۍ په ۱۶مه پای ته ورسېدې.
د امریکا پوځ وايي د غزې په ساحل کې ددغه موقتي بندر د جوړولو چارې د مۍ په ۱۶مه پای ته ورسېدې.

په بیړنیو مرستو بار لارۍ د جمعې په ورځ مۍ ۱۷ (غويي ۲۸) په لومړي ځل د متحده ایالاتو لخوا د جوړ شوي موقتي بندر له لارې په داسې حال کې د غزې تړانګې ته ورسېدې چې د اسرائیل محدودیتونو او سختې جګړې اړمنو فلسطینیانو ته د ځمکې له لارې د مرستو رسولو مخه نیولې ده.

امریکايي پوځي چارواکي اټکل کوي چې د غزې په ساحل کې جوړ شوي دې بندر له لارې به د ورځې ۱۵۰ په مرستو بار ټرکونه تیریږي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د حماس پر ضد د تیرو اوو میاشتو راهیسې په روانه جګړه کې اسرائیل د رفح پر ګڼ میشتې سیمه فشار زیات کړی دی.

متحده ایالاتو او مرستندویه ډلو خبرداری ورکړی چې دا بندر د ځمکې له لارې د مرستو د لیږد بدیل نه ګڼل کیږي او نشي کولی په غزه کې ټول اړین خواړه، اوبه او د سونګ مواد تامین کړي. تر جګړې وړاندې هره ورځ په اوسط ډول ۵۰۰ ډېر باروړونکي موټر غزې ته ننوتل.

د دې بندر له لارې د مرستو رسولو چاره د اورپکو د بریدونو د خطر، لوژیستیکي خنډونو او د ټرکونو لپاره د تیلو د زیاتیدونکي کمښت او د غزې پر تړانګه د اسرائیلو د محاصرې له امله اغېزمنه بلل شوې ده.

په غزه کې روانه جګړه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د اکتوبر د اوومې له بې ساري برید وروسته پیل شوه. اسرائیلي مقامات وايي په دغه برید کې ۱۱۷۰ زیاتره ملکي خلک ووژل شول.

په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې تراوسه لږ تر لږه ۳۵۰۰۰ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د جمعې په ورځ په یو بیان کې د بندر له لارې د مرستو لیږد تائید کړی او ویلي یې دي چې لومړنۍ مرستې د سهار په نهو بجو غزې ته ورسیدې او په دې ترڅ کې هیڅ امریکايي سرتیري ساحل ته نه دي تللي.

سنټکام وویل: "ددغه سمندري دهلیز له لارې د مرستندویو هېوادونو او بشري سازمانونو له خوا مرسته شوې توکي په غزه کې فلسطینی ملکي وګړو ته رسول کیږي او په بشپړ ډول یو بشردوستانه نوښت دی."

امریکايي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ ددغه بندر د جوړولو چارې بشپړ کړې او له هغه څو ساعته وروسته، پنټاګون وویل چې د بشردوستانه مرستو لړۍ به ډیر ژر پیل شي چې د ویشلو او همغږۍ چارې به یې د ملګرو ملتونو په غاړه وي.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې د ځمکې له لارې په تیلو بار ټرکونه ټول د اسرائیل له خوا درول شوي او د غزې خلکو ته د مرستې رسول یې خورا ستونزمن کړي دي.

د خان یونس په ویجاړ شوي ښار کې داخلي بیځایه شوې کورنۍ لیدل کیږي چې په خیمو کې اوسیږي.
د خان یونس په ویجاړ شوي ښار کې داخلي بیځایه شوې کورنۍ لیدل کیږي چې په خیمو کې اوسیږي.

د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق وویل: "موږ تیلو ته سخته اړتیا لرو. دا مهمه نه ده چې مرستې څنګه راځي، که د سمندر له لارې وي یا د ځمکې له لارې، له تیلو پرته امکان نلري چې مرستې خلکو ته ورسیږي."

د پنټاګون ویاندې سبرینا سنګ وویل چې د تیلو د رسولو مسله د اسرائیل سره د متحده ایالاتو په ټولو خبرو اترو کې شامل ده. هغې دا هم وویل ټاکل شوې چې د سمندري دهلیز له لارې د مرستو لیږدو ورو پیل شي او په تدریجي ډول دغه بهیر پراخ کړل شي.

مرستندویه ادارې وايي چې د غزې په جنوبي برخه کې د دوی د خوړو زیرمې تشې شوي او د سونګ توکي یې په خلاصېدو دي. په داسې حال کې چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د غزې په شمال کې قحطۍ زور اخیستی دی.

اسرائیل ټینګار کوي چې دوی غزې ته د بشري مرستو په ورتګ کې هیڅ محدودیت نه دی وضع کړی او غزې ته د رسېدلو توکو په ویش کې د ځنډ لپاره ملګري ملتونه تورنوي. ملګري ملتونه وايي جګړې، د اسرائيل ډزو او ناامنیو د مرستو د وېش مخه نيولې ده.

اسرائیل دا وېره هم لري چې حماس به د اسرائیلي سرتیرو پروړاندې په جګړه کې له تیلو څخه کار واخلي.

د متحده ایالاتو تر فشار لاندې، اسرائیل په وروستیو اونیو کې د غزې سخت ځپل شوې شمالي برخې ته د مرستو رسولو لپاره دوه لارې خلاصې کړې او ویلي یې دي چې د کرم شالوم په سرحدي لاره کې د حماس د بریدونو لړۍ د مرستو د لیږد جریان ګډوډ کړی دی. د اسراییلو لخوا د مرستو رسولو په وړاندې د خنډ جوړولو له امله له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې هم شوي دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د مارچ په میاشت کې غزې ته د مرستو رسولو دپاره د موقتي بندر جوړولو اعلان وکړ. په دې پروژه باندې ۳۲۰ میلیون ډالر لګښت راغلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG