د لاس رسي وړ اتصالات

درې غټۍ کښتۍ غزې ته روانې شوي چې ۴۰۰ ټنه مرستندویه مواد پکې بار دي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د قبرس بندر څخه شنبه مارچ ۳۰ ( کب ۱۱) د دریو کښتیو یو کاروان د غزې په لور وخوځید چې ۴۰۰ ټنه خوراکي او نور مواد پکې بار دي.

یوې خیریه مؤسسې چې د مرستو دا بندوبست یې کړی مطبوعاتو ته ویلي چې په کښتیو کې په کافي اندازه مواد بار دي چې څه باندې یو ملیون خوراکه خواړه ترې جوړیدی شي.

دې خیریه مؤسسې ویلي چې په کښتیو کې وريژې، پاسته، اوړه، حبوبات، پروټین ، په ډبیو کې بند سبزیجات او خرما بار دي.

لا معلومه نده چې دا درې کښتۍ به څه وخت د غزې تړانګې ته ورسیږي خو تر دې وړاندې د همدې روانې میاشتې په سر کې هم یوې کښتۍ ۲۰۰ ټنه خوراکي مواد دې تړانګې ته رسولي و چې د اسرائیل لخوا کلابنده ده.

په مرستو بار دا کښتۍ داسې مهال د غزې تړانګې ته روانې شوي چې د اسرائیل – حماس د شاوخوا شپږو میاشتو جګړو له کبله غزه تقریباً ټوله ړنګه شوې، ملیونونه وګړي یې بې ځایه شوي او د ملګرو ملتونو لخوا په جوړو شویو موقتي سرپناوو کې ژوند کوي.

ملګرو ملتونو همدارنګه خبرداری ورکړی چې ښایي د غزې په شمال کې قحطي راشي چې د دې سیمې د وګړو لپاره به تبا کوونکي عواقب ولري.

سره لدې چې د متحده ایالاتو په ګډون یو شمیر هیوادونه د هوا د او بحر دلارې د غزې تړانګې ته خوراکي مواد رسوي خو د بشري مرستو ادارو چارواکو ویلي چې دا مواد بسنه نکوي او د اسرائیل څخه یې غوښتي چې د سړک د لارې د لا ډیرو مرستو ورتګ ته دې اجازه ورکړي.

په هاګ کې د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې تیره اوونۍ اسرائیل ته امر وکړ چې غزې ته نورې ځمکنۍ لارې پرانیزي ترڅو د لوږې سره مخامخ فلسطینیانو ته بشري مرستې ورسیږي.

محکمې اسرائیل ته امر وکړ چې "بې له ځنډه" ټول اړین اقدامات وکړي ترڅو د خوراکي توکو، اوبو، تیلو او طبي لوازمو په ګډون "د اړتیا وړ لومړني خدمتونه او بشري مرستې" جګړه ځپلو فلسطینیانو ته ورسیږي.

محکمې همدا راز حکم کړی چې اسرائیل سمدستي ډاډ ترلاسه کړي چې "د دوی اردو د نسل وژنې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو کنوانسیون خلاف په غزه کې د فلسطینیانو د حقونو څخه سرغړونه نه کوي او د بیړنیو بشري مرستو د رسولو مخه نه نیسي."

محکمې له اسرائیل غوښتي چې په یوه میاشت کې دننه د محکمې ددې حکم د تطبیق دپاره د خپلو اقداماتو راپور ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG