د لاس رسي وړ اتصالات

غزه کې د نږدې ۳۰ زره کسانو مړینه؛ مرستندویانو د قحطۍ خبرداری ورکړی


د غزې په ساحلي سیمه کې د بشري مرستو په تمه فلسطینیان.
د غزې په ساحلي سیمه کې د بشري مرستو په تمه فلسطینیان.

د غزې په تړانګه کې د مړیو شمېر په داسې حال کې نږدې ۳۰ زرو ته رسیږي چې د حماس تر کنټرول لاندې دغه سیمه کې جګړه روانه ده او په دې اړه په خبرو بوخت منځګړي وايي چې د اسرائیل سره تر راتلونکو څو ورځو پورې ښايي یو اوربند پلی شي.

د حماس ادارې د روغتیا وزارت ویلي، د اسرائیل په بمبارۍ کې ۹۱ نور کسان وژل شوي دي.

د مصر، قطر او متحده ایالاتو منځګړي په عین وخت کې هڅه کوي چې په دغه پنځه میاشتنۍ جګړه کې د شپږو اونیو وقفه پلې کړي.

د خبرو اترو وروسته، دغو منځګړیو خبر ورکړی چې یو تړون د نهايي کېدو په حال کې دی. د راپورونو له مخې، په دغه تړون کې د اسرائیل له زندانونو څخه د څو سوو فلسطیني بندیانو په بدل کې د حماس له قید څخه د ځینو اسرائیلي برمته شویو کسانو خوشې کول شامل دي.

حماس د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د یو برید په ترڅ کې د اسرائیلي مقاماتو په خبره ۱۱۴۰ کسان ووژل او نږدې ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل چې د سلو په شاوخوا کې یې لاتراوسه له حماس سره پاتې دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د سه شنبې په ورځ وویل: "زما هیله دا ده چې تر راتلونکې دوشنبې پورې به اوربند وشي... خو خبرې لا تراوسه ندي نهايي شوي."

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، دوحه "هیله لري خو زیات خوشبین نه دی"، چې د پنجشنبې تر ورځې پورې ممکنه اوربند اعلان شي.

خو هغه خبرداری ورکړ چې "روان وضعیت د بدلېدو په حال کې دی."

دوحې وړاندیز کړی چې په جګړې کې وقفه د روژې د میاشتې دمخه پلې شي، چې د مارچ په لسمه یا یولسمه پلیږي.

حماس له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو د بشپړ وتلو غوښتنه کړې چې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له خوا په کلکه رد شوې ده.

خو د حماس یوې سرچینې چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل چې د تړون له مخې، ممکن د اسرائیل پوځ "ښارونه او زیات نفوس لرونکې سیمې" پریږدي، او ځینو بې ځایه شویو فلسطینیانو خپلو کورنو ته د راستنیدو او بشري مرستو ته اجازه ورکړي.

په غزه کې د اسرائیل په روانو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، لږترلږه ۲۹۹۵۴ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د جګړې له پیل راهیسې، د غزې سلګونه زره خلک بې ځایه شوي، چې شاوخوا ۱.۵ میلیون خلکو د غزې په جنوبي ښار رفح کې پناه اخیستې ده، چیرې چې اسرائیل د ځمکنيو عملیاتو د پیل کولو خبرداری ورکړی دی.

مرستندویه ډلو خبرداری ورکړی چې هغه کسان چې د غزې په شمالي برخه کې پاتې دي له زیاتېدونکي نا هیلي کوونکي وضعیت سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال اجرائیوي رئیس کارل سکاو د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل: "که روان وضعیت بدل نه شي، د غزې په شمالي برخه کې قحطي راځي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG