د لاس رسي وړ اتصالات

د جګړې وروسته د غزې په اړه د نتنیاهو وړاندیز شوې طرحه


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په لومړي ځل د غزې د جګړې له پایته رسیدو وروسته د دغه سیمې د چارو د سمبالولو لپاره یوه داسې طرحه وړاندې کړې چې د نوموړي په اند، پر غزه ځایي فلسطینيان حکومت وکړي چې د حماس ډلې او د هغه د بهرنیو ملاتړو سره تړاو ونلري.

د نتنیاهو دغه طرحه چې سمدستي د فلسطین د خپلواکې ادارې لخوا رد شوه، د پنجشنبې په ورځ، فبرورۍ ۲۲ (کب دریمه) د نتنیاهو امنیتي کابینې ته پداسې حال کې وسپارل شوه، چې د اسرائیل پوځ لاهم د حماس پر وړاندې خپلې جګړې ته د خپلو مهمو موخو د ترلاسه کولو لپاره دوام ورکوي.

پدغه طرحه کې چې د رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ، فبرورۍ ۲۳مه، کتلی، د حماس او اسلامي جهاد ډلو له منځه وړل او په غزه کې د ټولو یرغمل شویو کسانو خوشې کیدل شامل دي.

همدارنګه په یاده طرحه کې راغلي چې د جګړې له پایته رسیدو وروسته به د غزې ملکي چارې د "سیمه ییزو تجربه لرونکو کسانو لخوا اداره کیږي " کوم چې "د هغو هیوادونو یا ادارو سره تړاو ونلري چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي."

ددغې طرحې پر بنسټ، هان د جګړې وروسته به هم د اسرائیل پوځ په غزه کې د هر ډول ترهګریزو فعالیتونو د بیا پیلیدو د مخنیوي لپاره د عملیاتو په موخه "له نامحدوده ازادۍ" څخه برخمن وي.

د اسرائیل د صدراعظم په یادې طرحې کې همداراز ویل شوي: "چې اسرائیل به د خپلې پخوانۍ پروژې تعقیب ته چې د فلسطین د پولې په اوږدو کې د امنیتي حايل زون رامنځته کول دي، دوام ورکړي او همدارنګه د اشغال شوې لوېدیځې غاړې او غزې تړانګې په ګډون د اردن د لوېدیځ پر ټولې سیمې خپل امنیتي کنټرول روان ساتي."

د نتنیاهو په طرحه کې یو مهم عنصر د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNRWA) ړنګول هم شامل دی.

اسرائیل پدې ادارې تور لګولی وو چې ځینو غړیو یې د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې چې حماس په اسرائیل ناڅاپي برید کړی و، لاس درلود او له همدې کبله د متحده ایالاتو په ګډون ګڼ شمیر غربي هیوادونو د ادارې سره مرستې وځنډولې.

د فلسطین د خپلواکې ادارې لخوا د نتنیاهو د طرحې رد کیدل

د فلسطین د خپلواکې ادارې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، فبرورۍ ۲۳ (کب څلورمه) د غزې د جګړې تر پایته رسیدو وروسته د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو طرحه رد کړه.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپره شوې ویلي چې "دغه طرحه د غزې د تړانګې د بیا نیولو او پر هغې باندې د اسرائیل د کنټرول مانا لري."

په اعلامیه کې د نتنیاهو پر پلان نیوکه شوې او هغه یی د فلسطیني ولس پر ضد د نسل وژنې د پلان د غځولو او د دوی د بې ځایه کیدو د پلانونو د پلي کولو لپاره د زیات وخت د ترلاسه کولو هڅه بللی دی.

همدارنګه په اعلاميه کې له امريکا او نورو لوېديځو هېوادونو څخه غوښتل شوي، چې فلسطين د يو خپلواک دولت په توګه په رسميت وپېژني او د ملګرو ملتونو د غړيتوب لپاره دې ورته اجازه ورکړي.

د اسرائیل د صدراعظم لخوا دا طرحه په داسې حال کې برابر شوی، چې ددغه طرحې ځینې مواد د غزې تر جګړې وروسته د واشنګټن له لید سره په تضاد کې دي.

متحده ایالاتو پر غزې د واکمن حماس‌ ډلې د له منځه وړلو لپاره د نتنیاهو د غوښتنې ملاتړ کړی، خو په ورته وخت کې یې د محمود عباس په مشرۍ د فلسطین خپلواکې ادارې څخه غوښتي چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې په تدریجي ډول د غزې کنټرول په لاس کې واخلي.

بلخوا ملګرو ملتونو د غزې په تړانګه کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، له څلورو میاشتو څخه زیاتې سختې جګړې د غزې ډیره برخه ویجاړه کړې، ۲.۲ میلیونه خلک یې له سختې لوږې سره مخامخ کړي او د تړانګې د نفوس درې پر څلورمه برخه یې بې ځایه کړې ده.

د حماس وسله والو د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې په یو برید کې د اسرائیلي چارواکو په خبره، نږدې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل. اسرائیل ددغه برید په غبرګون کې، د حماس د منځه وړلو دپاره په غزه کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل.

د دواړو خواوو ترمنځ د نومبر تر اوربند وروسته، شاوخوا ۱۳۰ تنه یرغمل په غزه کې پاتې دي، چې د اسرائیل د چارواکو په وینا ۲۹ تنه یې وژل شوي دي.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیل په ځوابي پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۹۴۱۰ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG