د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې رفح ته د لومړۍ بشري مرستو رسیدل او د جګړې زیاتوالی


په غزه کې د اسرزائیلي ځواکونو عملیات
په غزه کې د اسرزائیلي ځواکونو عملیات

عیني شاهدان وايي د شنبې په ورځ کۍ ۱۸ (ثور ۲۹) د غزې جنوبي ښار رفح کې وروسته له هغې سختې نښتې او بمبارۍ وشوې، کله چې د اسرائیل پوځ په کلابند شوې سیمه کې د متحده ایالاتو له خوا جوړ شوي‌ بندر له لارې د بشري‌ مرستو د ۳۱۰ بستو د رسیدو اعلان وکړ.

په غزه کې د څه باندې لس ورځې جګړې، چې د اسرائیل پوځ په رفح کې "محدود" عملیات بللي و، په تیریدلو سره د غزې په شمال کې هم د اسرائیلي ځواکونو او فلسطیني اورپکو ترمنځ نښته شوې ده.

د کویټ روغتون د معلوماتو په اساس د رفح ښار د بې‌ځایه شویو پر یو کمپ د اسرائیل په برید کې دوه تنه وژل شوي او عیني‌ شاهدانو ویلي‌ چې د ښار په ختیځ او جنوب ختیځو سیمو باندې د جیټ الوتکو
بمباري شوې او د درانده توپونو او مرمیو ډزې شوي‌ دي.

مرستندویه ډلې وايي په رفح باندې د اسرائیل برید، چې د پراخو نړیوالو مخالفتونو او په داسې حال کې پیل شو چې منځګړې خواوې د اوربند په تمه وې، د یو سخت بشري ناورین وضعیت لاپسې خراب کړی دی.

د دوی په وینا د جګړې له امله د یو شمیر عمده لارو بشپړ بندیدل یا محدود فعاله پاتې کیدو سربیره د هغه بندر له لارې یوه اندازه بشري‌ مرستې جنګ ځپلې غزې ته رسیدلي‌ دي چې په موقته توګه د متحده
ایالاتو له خوا جوړ شوی دی.

د اسرائیل پوځ په یو بیان کې ویلي چې ژر به د دغه بندر له لارې د بشردوستانه‌ مرستو د ۳۱۰ بستو لومړۍ جوپه رفح ته ورسیږي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې د چارواکو په وینا، تمه ده چې د بندر له لارې په راتلونکو ورځو کې شاوخوا ۵۰۰ ټنه مرستې غزه ته واستول شي.

خو د ملګرو ملتونو اژانسونو او د بشردوستانه مرستو دلو خبرداری ورکړی دی چې سمندري دهلیزونه او د هوا له لارې د مرستو اچول، غزې ته چې ملګرو ملتونو له وړاندې په کې د بشري‌ ناورین خبرداری ورکړی دی، د موټرو د کاروانونو له لارې د مرستو رسولو ځای نشي‌ نیولی.

اروپايي ټولنې له قبرس څخه د غزې بندر ته د بشري مرستو د لومړۍ بیړۍ د رسیدلو هرکلی کړی خو په اسراییل یې غږ کړی چې "د ځمکې له لارې د مرستې رسولو امکانات زیات کړي او سمدلاسه لارې خلاصې کړي.“

دغه راز د حماس ډله چې پر غزه واکمني کوي ټینګار کړی چې د اوبو له لارې مرستې "د ټولو ځمکنیو لارو د خلاصولو بدیل نه دی.“

د اسرائیل د رسمي‌ شمیرو له مخې د اکتوبر له اومې راهیسې چې پر اسرائیل باندې د حماس د برید له امله جګړه پیل شوه تر اوسه له ۱۱۷۰ څخه زیات کسان وژل شوي چې ډیر یې ملکي‌ وګړي‌ دي.

خو د حماس تر کنټرول لاندې سیمه کې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د حماس پر ضد د اسرائیل غچ اخیستونکي بریدونو له امله په غزه کې لږترلږه ۳۵زره او ۳۰۳ کسان وژل شوي‌ چې لویه برخه یې ملکيان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG