د لاس رسي وړ اتصالات

غزه کې د جګړې زیاتوالی؛ ملګرو ملتونو د بیړني‌ اوربند غوښتنه کړې


پر غزه د اسرائیلي ځواکونو بریدونه
پر غزه د اسرائیلي ځواکونو بریدونه

په غزه کې د جګړې له زیاتوالي‌ وروسته ملګرو ملتونو له ښکیلو خواو د بیړني‌ اوربند کولو غوښتنه کړې ده.

د فرانسې خبري‌ آژانس د یکشنبې په ورځ مۍ دولسمه (ثور ۲۳) راپور ورکړی چې اسرائیل نن پر غزې بریدونو ته دوام ورکړی او په رفح کې سلګونه زره فلسطینیان د سیمې پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د غزې په محاصره شوې تړانګه کې د بیړني بشردوستانه اوربند او په غیرمشروط ډول د ټولو برمته شویو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي‌ ګوتریش په کویټ کې د تمویل کوونکو کنفرانس ته وویل: "خو اوربند به یوازې پیل وي دا به د دې جګړې له ویجاړیو او صدماتو څخه د بیرته راستنیدو اوږده لاره وي.“

ملګرو ملتونو پر رفح د اسرائیل د برید په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او په سیمه کې یې د بشري‌ ناورین د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي‌ همداشان له جګړې ځپلو فلسطینیانو سره د بیړنیو بشري مرستو د سمدستي‌ زیاتوالي‌ غوښتنه وکړه.

که څه هم د اوربند لپاره د مصر، قطر او متحده ایالاتو د منځګړیتوب هڅې په ټپه ولاړې دي خو د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د شنبې په ورځ وویل چې اوربند "سبا" کیدی شي که چیرې حماس ټول
یرغمل شوي‌ کسان خوشې کړي.

حماس د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسرائیل پر جنوبي سيمو بريد وکړ. د اسرائیل په وینا، په دې برید کې د حماس اورپکو لږترلږه ۱۱۷۰ کسان ووژل او نږدې ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل کړل.

د دې برید په غبرګون کې اسرائیل پر غزې خپل غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل، چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، چې د حماس تر کنټرول لاندې دی، شاوخوا ۳۵ زره فلسطینیان چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG