د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه د غزې پر رفح د اسرائیل له برید وروسته د وضعیت په اړه غونډه کوي


د غزې په رفح کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر کمپ د اسرائیل له هوايي برید وروسته وضعیت
د غزې په رفح کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر کمپ د اسرائیل له هوايي برید وروسته وضعیت

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې می ۲۸ (غبرګولي اتمه) په غونډه کې په رفح کې د اسرائیل د هوایي برید وروسته چې د بې ځایه شویو فلسطینیانو په یو کمپ کې یې ۴۵ تنه ووژل او ۲۰۰ نور یې ټپیان کړل، د وضعیت په اړه بحث کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارتین ګریفیتس دغه برید "په بشپړ ډول د نه منلو وړ" بللی او د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو پر هغو څرګندونو یې نیوکه کړې چې پر رفح ښار برید یې "خواشینوونکې تېروتنه" بللې ده.

ګریفیتس د دوشنبې په ورځ ناوخته په یو بیان کې وویل: "دا چې دا برید جنګي جرم و او که 'خواشینوونکې تیروتنه'، د غزې د خلکو لپاره توپیر نلري... هغه څه چې تیره شپه وشول، د کرکې او ښايي ترټولو ظالمانه پېښه وه. دې پېښې ته 'یوه تېروتنه' ویل، وژل شویو، د هغوی غمجنو کورنیو او د ژوند ژغورونکو ته هیڅ مانا نلري."

ګریفیتس وویل چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په رفح کې پوځي عملیات به د وژنو لامل شي او زیاته یې کړه چې په غزه کې هیڅ خوندي سیمې یا بشري زونونه ندي پاتې.

اسرائیل ویلي چې په برید کې یې د حماس دوه جګپوړي وسله وال وژلي دي. نتنیاهو د اسرائیل پارلمان ته وویل: "هغو خلکو ته چې [په جګړه کې] ښکېل ندي د زیان اوښتو د مخنیوي لپاره زموږ د ټولو هڅو سره سره، له بده مرغه تیره شپه یوه غمجنه تېروتنه وشوه. موږ د قضیې په اړه تحقیقات کوو."

نتنیاهو په وار وار ویلي چې اسرائیل باید پر رفح کې برید وکړي ترڅو خپل هدف ته د رسیدو لپاره ډاډ ترلاسه کړي چې حماس نشي کولی په غزه کې فعالیت ولري او په راتلونکي کې اسرائیل وګواښي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک د اسرائیل دا هوایي برید غندلی او په یوې اعلامیې کې ویلي چې د برید څخه وروسته د کډوالو له کمپ څخه تر لاسه شوي انځورونه "ډاروونکي" دي.

ترک ویلي د دې برید څخه څرګندیږي چې د اسرائیل پوځ د جګړې په میتود او وسلو کې بدلون ندی راوستی چې وار د مخه پکې ډیر شمیر ملکیان وژل شویدي. نوموړي په اسرائیل غږ کړی چې په رفح کې د عملیاتو بندولو لپاره دې د عدالت نړیوالې محکمې حکم ومني.

د ملګرو ملتونو تر څنګ د اروپایي اتحادیې شوار مشرا چارلز میچل هم دا برید "ناوړه" بللی او په رفح کې یې د اسرائیل د تعرضي عملیاتو بندیدو غوښتنه یې وکړله.

ښاغلي میچل د ایکس ټولنیزې شبکې په یو پوسټ کې لیکلي چې په رفح کې د بې ځایه شویو ملکي فلسطینیانو لپاره هیڅ خوندي ځای ندی پاتې شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG