د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له اسرائیل غوښتي چې په رفح کې مرګوني برید په بشپړه توګه وپلټي


متحده ایالاتو د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې د اسرائیل هوایي برید باندې "ژوره اندیښنه" څرګنده کړې او پدې هکله د بشپړو پلټنو غوښتنه یې کړې.

د بهرنیور چارو د وزارت ویاند ماتیو میلر سه شنبه مې ۲۸ ( غوایي اتمه) په خبري کنفرانس کې وویل چې د برید انځورونه "زړه ماتوونکي" و.

ښاغلي میلر وویل سره لدې چې اسرائیل د حماس پر ضد جګړې کولو حق لري خو تر څنګ دا مسؤلیت هم لري چې د عملیاتو کولو پر مهال ملکیانو ته د زیان رسیدو لپاره هر څه چې امکان لري، ترې کار واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل چې د اسرائیل پوځ د "چټکو، وسیع او شفافو" پلټنو ژمنه کړې او زیاته یې کړه چې متحده ایالات به د دې پلټنو نتیجه له نږدې څاري.

متحده ایالاتو داسې مهال په رفح کې د اسرائیل هوایي برید باره کې د پلټنو غوښتنه کړې چې الجزایر د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو پریکړه لیک وړاندې کړی چې په رفح کې د اسرائیل تعرضي عملیاتو بندیدل او په "سمدستي توګه اوربند" غوښتنه پکې شویده.

د پریکړه لیک په مسودې چې د فرانس پریس خبري اژانس لیدلې پکې غوښتل شوي چې اسرائیل باید په سمدستي توګه په رفح کې تعرضي عملیات او نور کړنې بندې کړي.

په پریکړه لیک کې همدارنګه د "سمدستي اوربند" غوښتنه شوې چې ټولو خواوو ته د درناوي وړ وي او د قید او شرط پرته په سمدستي توګه د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدل پکې غوښتل شویدي.

لا څرګنده نده چې په ملګرو ملتونو کې د الجزایر استازی به دا پریکړه لیک څه وخت د امنیت شورا ته د رایې ګیرۍ لپاره وړاندې کړي.

په عین حال کې د چین استازي هیله څرګنده کړې چې دا پریکړه لیک هر څومره ژر چې امکان لري رایي ګیرۍ ته وړاندې شي او هیله یې ښودلې چې دا کار په همدې روانې اوونۍ کې وشي.

بل پلو بیا د امنیت په شورا کې د فرانسې استازي نیکولاز دي ریویرې ویلي چې د دې شورا لخوا د عمل کولو وخت رارسیدلی. ښاغلي ریویرې په غونډې کې په رفح کې د وضعیت په باره کې وویل، " د مرګ او ژوند موضوع ده. دا د اضطراري حالت موضوع ده".

اسرائیل ویلي چې په برید کې یې د حماس دوه جګپوړي وسله وال وژلي دي. نتنیاهو د اسرائیل پارلمان ته وویل: "هغو خلکو ته چې [په جګړه کې] ښکېل ندي د زیان اوښتو د مخنیوي لپاره زموږ د ټولو هڅو سره سره، له بده مرغه تیره شپه یوه غمجنه تېروتنه وشوه. موږ د قضیې په اړه تحقیقات کوو."

نتنیاهو په وار وار ویلي چې اسرائیل باید پر رفح کې برید وکړي ترڅو خپل هدف ته د رسیدو لپاره ډاډ ترلاسه کړي چې حماس نشي کولی په غزه کې فعالیت ولري او په راتلونکي کې اسرائیل وګواښي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک د اسرائیل دا هوایي برید غندلی او په یوې اعلامیې کې ویلي چې د برید څخه وروسته د کډوالو له کمپ څخه تر لاسه شوي انځورونه "ډاروونکي" دي.

ترک ویلي د دې برید څخه څرګندیږي چې د اسرائیل پوځ د جګړې په میتود او وسلو کې بدلون ندی راوستی چې وار د مخه پکې ډیر شمیر ملکیان وژل شویدي. نوموړي په اسرائیل غږ کړی چې په رفح کې د عملیاتو بندولو لپاره دې د عدالت نړیوالې محکمې حکم ومني.

د ملګرو ملتونو تر څنګ د اروپایي اتحادیې شوار مشرا چارلز میچل هم دا برید "ناوړه" بللی او په رفح کې یې د اسرائیل د تعرضي عملیاتو بندیدو غوښتنه یې وکړله.

ښاغلي میچل د ایکس ټولنیزې شبکې په یو پوسټ کې لیکلي چې په رفح کې د بې ځایه شویو ملکي فلسطینیانو لپاره هیڅ خوندي ځای ندی پاتې شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG