د لاس رسي وړ اتصالات

مکرون له عباس وغوښتل د فلسطین په خپلواکې ادارې کې اصلاحات راولي


امانویل مکرون او محمود عباس
امانویل مکرون او محمود عباس

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له محمود عباس څخه وغوښتل چې د فلسطین په خپلواکې ادارې کې لازم «اصلاحات راولي» او د «رسمیت پېژندنې په اړه لیدلوری» معرفي کړي.

د فرانسې د جمهوري ریاست ماڼۍ ویلي دي چې مکرون «له خپلو اروپايي او عربو شریکانو سره د سولې د یو ګډ لیدلوري په اړه، چې د دواړو فلسطینیانو او اسرائیل امنیت تضمین کړي، د فرانسې ژمنې» څرګنده کړه او «د یوې ګډې پروسې د برخې په توګه یې د فلسطیني دولت د پېژندنې په اړه لیدلوری» بیان کړ.

د محمود عباس او امانویل مکرون دا تیلیفوني خبرې داسې مهال کېږي چې د سه شنبې په ورځ هسپانیا، ایرلند او ناروې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژنده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن ستیژون تېره ورځ خپل ګانډیان تورن کړل چې د اسرائیل-فلسطین شخړې ته د حل د موندلو په ځای د جون په نهمه نېټه د اروپار تر ټاکنو مخکې «سیاسي دریځونه» نیسي.

مکرون د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې د یو فلسطیني دولت رسمیت پېژندنې ته چمتوی دی خو دا کار باید «په یوې ګټورې شېبې کې وشي» او په «احساساتو ولاړ» نه وي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ محمود عباس ته وویل چې فرانسه «د فلسطین د خپلواکې ادارې د داسې اصلاح شویو او قوي تشکیلاتو ننګه کوي چې د غزې تړانګې په ګډون د فلسطین په ټولو ځمکو کې د فلسطین د خلکو په ګټه خپل مسئولیتونه ادا» کړي.

د محمود عباس دفتر وايي چې هغه له مکرون سره په تیلیفوني خبرو کې د «اصلاحاتو» په اړه ډاډ ورکړ. نوموړي له هغو اروپايي هېوادونو څخه چې «فلسطین دولت یې په رسمیت پېژندلی نه دی» ویې پېژني.

د فرانسې ولسمشر همدغه راز په غزې کې ولسي تلفات د نه زغملو وړ وبلل او په رفح کې په یو کمپ کې د اسرائیل د برید په اړه یې له فلسطینیانو سره غمرازې وکړه.

مکرون عباس ته وویل چې فرانسه به د امنیت په شورا کې له الجزایر او نورو شریکانو سره کار وکړي چې د رفح په اړه قوي دریځ ونیول شي. الجزایر یو نوی پرېکړه لیک وړاندې کړی چې په غزه کې د اسرائیل د عملیاتو عاجل بندېدل غواړي.

حماس د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې بریدونه وکړل. د اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې نژدې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول.

اسرائیل د دغو بریدونو په ځواب کې په غزې باندې عملیات پیل کړل چې په غزې کې د روغتیا د مقاماتو په وینا تر دې دمه څه باندې ۳۵زره کسان په کې وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG