د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د مرستو له زیاتوالي سره سره په غزه کې بشري وضعیت 'خراب' دی


بلینکن وویل، چې د غزې د تړانګې په جنوب د رفح په ګڼ میشته سیمه کې د اسرائیل پوځي عملیات، له مصر سره د رفح د پولې بندول او د اسرائیل له خوا د پولې کنټرول د فلسطینیانو لپاره د مرستو ویش ستونزمن کړی دی. عکس- ارشیف
بلینکن وویل، چې د غزې د تړانګې په جنوب د رفح په ګڼ میشته سیمه کې د اسرائیل پوځي عملیات، له مصر سره د رفح د پولې بندول او د اسرائیل له خوا د پولې کنټرول د فلسطینیانو لپاره د مرستو ویش ستونزمن کړی دی. عکس- ارشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ،‌ مې ۳۱ (غبرګولي ۱۱مه) وویل چې غزې ته د اضافي مرستو د برابرلو په موخه د واشنګټن د هڅو سره سره، په دغه سیمه کې چیري چې اسرائیل خپل پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي، بشري وضعیت زیات "خراب" دی.

بلینکن دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې، چې د امریکا د نړیوالې پراختیا د ادارې (یو اس ای ډي) مشرې سمانتا پاور د غزې په تړانګه کې د مرستندویه کارکونکو په حواله، د غزې وضعیت "د پخوا په پرتله اوس خراب" وباله.

بلینکن وویل: "په غزه کې بشري وضعیت ناوړه او خراب دی. موږ ځینې مثبت بدلونونه لیدلي ، خو د عمل په ډګر کې یې بشپړه اغیزه نه محسوس کیږي."

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې غزې ته په مرستو بار د لاریو د تلو په شمېر کې "د پام وړ زیات راغلی" خو د مرستو ویش کې لاهم ستونزې شته دي.

بلینکن وویل، چې د غزې د تړانګې په جنوب د رفح په ګڼ میشته سیمه کې د اسرائیل پوځي عملیات، له مصر سره د رفح د پولې بندول او د اسرائیل له خوا د پولې کنټرول د فلسطینیانو لپاره د مرستو ویش ستونزمن کړی دی.

د نوموړي په وینا، واشنګټن یوازې د مرستو رسولو ته پام نه کوي، بلکې د فلسطینینانو لپاره د مرستې اغیزې هم په پام کې نیسي، ځکه چې په سیمه کې د ماشومانو، ښځو او نارینه وو په ګډون، اړمنو کسانو ته د مرستې چمتو کول لاهم بسنه نه کوي.

په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ وویل، چې غزې ته د بشري مرستو رسول اړمنو ملکي وګړو ته نه رسېږي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر هم پر اسرائیلو غږ کړی چې خپل قانوني مکلفیتونه ترسره کړي.

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دفتر ویاند، جینس لیرک خبریالانو ته وویل: "هغه مرستې چې [غزې ته] لیږل کیږي، خلکو ته نه رسېږي او دا یوه لویه ستونزه ده."

نوموړي همداراز په "کرم شالوم" کې چې د مصر او غزې تر منځ د رفح د لارې له تړل کېدو راهیسې محاصره شوې فلسطیني خاورې ته د مرستو د رسولو اصلي لاره ده، د اسرائیلي چارواکو پر ونډې هم ټینګار وکړ.

هغه له اسرائيلي چارواکو وغوښتل چې د قانون له مخې فلسطينيانو ته د مرستو رسولو اسانتياوې برابرې کړي، څو د غزې له خلکو سره بشري مرستې دوام ومومي.

دا پداسې حال کې دی، چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن له مخالفت او خبرداریو سره سره، اسرائیل په رفح کې خپل ځمکني عملیات پیل کړل. خو سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د رفح په سیمه کې د اسرائیل پوځي عملیات ډیر محدود دي.

د مې په ۱۶مه نېټه د امريکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د غزې په سواحلو کې به يو موقتي بندر جوړ کړي چې غزې ته د بشري مرستو رسولو او فلسطينيانو ته د مرستو رسولو په برخه کې زياتوالی راولي.

خو دغه موقتي بندر چې ۳۲۰ میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی، د خرابې هوا له امله زیانمن شوی او د بشري مرستو رسولو بهیر ځنډیدلې دی.

د غزې په تړانګه کې چیرې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې شاوخوا اته میاشتې تېرې شوې، د یکشنبې او دوشنبې په شپه د فلسطین په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۵ کسان ووژل شول.

په غزې کې جګړه د حماس د اکتوبر اوومې له هغه بې ساري برید وروسته پیل شوه، چې د اسرائیل د شمیرو له مخې، شاوخوا ۱۱۷۰ ملکي کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې تر ۳۶۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG