د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: که حماس د اوربند وړاندیز ومني، اسرائیل به هم 'هو' وکړي


سپینه ماڼۍ - عکس ارشیف
سپینه ماڼۍ - عکس ارشیف

د متحده ایالاتو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند وایي که د حماس ډله په غزې کې د اوربند لپاره د اسرائیل وړاندیز ومني، امریکا هم تمه لري چې د اسرائیل ځواب به مثبت وي.

جان کربي یکشنبه جون دوییمه ( غوایي ۱۳) د اې بي سي تلویزیون سره په مرکې کې د سولې هغه پلان چې جمهور رئیس جو بایډن څو ورځې وړاندې په ډاګه کړ، د اسرائیل وړاندیز وباله او ډاډه بریښیده چې اسرائیل به یې ومني.

ښاغلي کربي زیاته کړه: " مونږ هر ډول تمه لرو چې که حماس دا وړاندیز ومني – چې هغوي ته لیږدول شویدی – نو اسرائیل به هم هو وکړي."

د قطر، مصر او متحده ایالاتو منځګړو هم د حماس او اسرائیل څخه غوښتي چې د اوربند او برمته شویو کسانو خوشې کیدو په هکله دا وړاندیز ومني چې جو بایډن د همدې تیرې جمعې په ورځ په ډاګه کړ.

د اسرائیل څخه د دې وړاندیز په هکله غبرګونونه ډول ډول دي.

د کابینې دوو سخت دریځو وزیرانو ګواښ کړی که د ښاغلي بایډن دا پلان عملي شي، دوي به د نیتنیاهو په مشرۍ ائتلافي حکومت سره پریکون وکړي.

داسې بریښي چې تر ټولو جدي اندیښنه دا ده چې په غزې کې به د جګړې پای ته رسیدو وروسته د حماس ډلې نقش څه وي او دا چې په غزې کې به د چا واکمني وي.

د اسرائیل د دفاع وزیر یواف ګلانت د یکشنبې په ورځ ویلي، اسرائیل حماس نه پریږدي چې د سولې په بهیر کې په غزې واکمني وکړي او پدې کار کوي چې د دې ډلې لپاره بدیل پیدا کاندي.

د دفاع وزیر پرته لدې چې د بدیل په هکله نور جزیات ورکړي په یوې اعلامیې کې ویلي چې د حماس پر ضد د نظامي فعالیتونو د دوام سربیره، دفاعي اداره په "عین زمان کي د حماس په بدیلې ادارې" کار کوي.

ګیلانت ویلي چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه به په غزې کې ځینې سیمې د حماس له وسله والو پاکې کړي او داسې بدیل ځواک به پکې معرفي کاندي چې حماس ته ګواښ وي.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د بهرني سیاست لوی سلاکار اوفیر فالک د بریتانیا له سنډې ټایمز سره په مرکه کې تایید کړې چې اسرائیل د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن طرح منلې ده.

فالک وویل:"د بایډن وړاندیز یوه داسې طرح وه چې موږ ومنله، دا ښه توافق نه دی خو موږ ډیر غواړو چې یرغمل شوی کسان خوشې شي،‌ ټول یې."

هغه همداشان وویل چې لا هم ډیر جزئیات شته چې باید ورباندې کار وشي او زیاته یې کړه چې د ټولو یرغمل شویو د خوشې کولو او "د نسل وژونکې تروریستي ډلې په توګه د حماس د له منځه وړلو" په تړاو د اسرائیل په شرطونو کې بدلون نه دی راغلی.

د حماس ډلې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د وروستۍ طرحې هرکلی کړی دی.

د حماس یو لوړپوړي چارواکي اسامه حمدان د شنبې په ورځ الجزیرې ته وویل: "د بایډن په وینا کې مثبتې خبرې شاملې وې، خو موږ غواړو چې دا نظرونه د یوې هراړخیزې موافقې په چوکاټ کې عملي شي ترڅو زموږ غوښتنې پوره کړای شي."

جمهور رئیس بایډن، چې په پیل کې یې پر غزې باندې د اسرائیل له برید څخه ملاتړ کاوه، خو اوس په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو د تلفاتو غندنه کوي، د جمعې په ورځ مۍ ۳۱ د نتنیاهو د دولت له خوا ورته سپارل شوې طرح خپره کړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG