د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: غزې کې د جګړې پای ته رسولو وخت راغلی


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه مې ۳۱ مه (غبرګولي ۱۱) وویل چې اسرائیل په غزې کې د تل پاتې اوربند لپاره نوې طرحه وړاندې کړې او د حماس ډلې څخه یې وغوښتل چې دا موافقه ومني.

ښاغلي بایډن چې د لومړي ځل لپاره یې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پای ته رسولو د حل لارې په هکله مهمه وینا کوله، وویل چې د اسرائیل لخوا نوې وړاندیز شوې طرحه درې پړاوه لري چې په لومړي کې به یې په غزې کې د شپږو اوونیو لپاره اوربند وشي او اسرائیلي ځواکونه به د غزې تړانګې د ټولو ګڼ میشتو سیمو څخه ووځي.

د متحده ایالاتو مشر له سپینې ماڼۍ څخه په تلویزیوني وینا کې وویل، "د دې جګړې د پای ته رسیدو وخت راغلی. اسرائیل نوی جامع وړاندیز کړی. د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدو او تل پاتې اوربند یوه طرحه ده".

په جمهور رئیس جو بایډن د غزې جګړې پای ته رسولو لپاره په کور دننه فشارونه پداسې حال کې مخ په ډیریدو دي چې ټاکل شوې، دی یو ځل بیا د نومبر په میاشت کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې سیالي وکړي.

بل پلو تقریباً په ټولې امریکا کې په پوهنتونونو کې د غزې جګړې په خلاف د محصلینو او نورو کسانو مظاهرو په ښاغلي بایډن د انتخاباتو په ترڅ کې فشارونه ډیر کړي.

جمهور رئیس پخپلو خبرو کې همدارنګه وویل چې په غزې کې د اوربند او سولې مسؤلیت اوس د حماس وسله والې ډلې په غاړه دی.


جو بایډن چې د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې حماس ناڅاپه په اسرائیل برید وکړ، د اسرائیل سره په ملیاردونو ډالرو نظامي او نورې مرستې کړي، پخپلو خبرو کې وویل چې په غزې کې د اوربند او سولې مسؤلیت د حماس ډلې په غاړه دی.

د امریکا مشر همدارنګه وویل چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتناهو او نورو اسرائیلي مشرانو څخه یې هم غوښتي چې دا فرصت ضایع نکړي او زیاته یې کړه چې د اسرائیل په تعرضي عملیاتو کې د حماس ډلې وړتیا د پام وړ توګه کمه شویده.

جو بایډن وړاندې وویل، " حماس نور د اکټوبر اوومې نیټې په شان د بل برید توان نور نلري".

د ښاغلي بایډن د څرګندونو څخه داسې بریښي چې دی ګمان کوي په غزې کې د اسرائیل پوځ خپل یو هدف چې د حماس ډلې له منځه وړل و، تر لاسه کړی.

د بایډن په وینا پدې نوې طرحې کې به په لومړنیو شپږو میاشتو کې په بشپړه توګه اوربند وي، اسرائیلي ځواکونه به د غزې د ګڼ میشتو سیمو څخه اوځي او د اسرائیلي زندانونو څخه د سلګونو فلسطیني بندیانو خوشې کیدو په بدل کې به د حماس ډله یو شمیر برمته شوي کسان چې میرمنې، د پاخه عمر او ټپي شوي کسان پکې شامل دي، پریږدي.

جمهور رئیس زیاته کړه چې په همدې شپږو اوونیو کې به د حماس ډله او اسرائیل د تل پاتې اوربند په هکله خبرې اترې کوي او که چیرته خبرې اوږدیږي، د اوربند موافقه به پخپل ځای پاتې وي.

د موافقې په دریم پړاو کې د غزې بیا رغونه ده چې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ به کیږي.

په عین حال کې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتن یاهو د متحده ایالاتو د جمهور رئیس وینا څخه وروسته وویل چې په غزې کې به تر هغې جګړه روانه وي چې د حماس ډله له منځه نه وي وړل شوي او د جګړې کولو او واکمنۍ وړتیا یې د لاسه نه وي ورکړي.

د حماس ډلې هم منځګړو هیوادنو ته ویلي چې یوازې په هغه صورت کې دا موافقه مني چې په جامع اوربند توافق وشي، اسرائیل یرغل بند کړي او د بندیانو او برمته شویو کسانو تبادله وشي.

په قطر کې میشت د حماس ډلې مشر اسماعیل حانیه ویلي چې د تل پاتې اوربند او د غزې څخه په بشپړه توګه د اسرائیل ځواکونو وتل داسې موضوعات دي چې بحث پرې نشي کیدی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG