د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه يي: اسرائیل د 'تباهۍ' په لور روان دی


د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د دوشنبې په ورځ جون درېیمه (غبرګولي ۱۴) په اسرائیل کې د حماس د اکتوبر اوومې د بې ساري برید ستاینه وکړه او ویې ویل چې "اسرائیل" د "تباهۍ" په خوا روان دی.

خامنه يي د ایران اسلامي جمهوریت د بنسټ ایښوونکي ایت الله روح الله خمیني د مړینې د ۳۵مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د حماس د اکتوبر اوومې برید "صهیونیست رژیم ته یو پرېکنده ګوزار وو او اسرائیل یې داسې لارې ته برابر کړ چې په ویجاړېدو یې تمامیږي."

د ۱۹۷۹ د اسلامي انقلاب راهیسې، ایران د اسرائیل او د هغه د لویدیځو متحدینو سره دښمني پالي.

ایران د خپل جنجالي اتومي پروګرام له امله د نړیوالو بندیزونو لاندې دی خو تهران ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې د ملکي اهدافو لپاره دی.

اسرائیل او ایران له اوږدې مودې راهیسې په غیرمستقیمه جګړه کې ښکېل دي او د یو بل په خلاف یې د وژنو او نورو تخریبي فعالیتونو لړۍ جاري ساتلې ده. همدارنګه د ایران وسله والو متحدینو په منځني ختیځ کې د "مقاومت محور" په نوم اتحاد رامنځته کړی دی.

په غزه کې د جګړې د پیل راهیسې، ایران او اسرائیل د اپریل په نیمایي کې په خپلو کې په جګړه کې ښکېل کېدو ته وروسته له هغه نږدې شول چې تهران په اسرائیل د راکټونو او توغندیو برید وکړ.

ایران د حماس وسله والو د اکتوبر د اوومې برید ستایلی خو ددغه برید په اړه مخکې له مخکې د خبر لرلو او پکې د مستقیم لاس لرلو څخه یې انکار کړی دی.

خامنه يي وویل چې برید "په مناسب وخت کې شوی" او "د منځني ختیځ لپاره یوه لویه نړیواله دسیسه یې له منځه وړې،" چې دا ښايي د نوموړي له خوا د اسرائیل او عربي قدرتونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو ټینګولو په خاطر د منځګړیتوب لپاره د متحده ایالاتو په مشرۍ اقداماتو ته اشاره وي.

د حماس لخوا د اکتوبر د اوومې په برید کې، د اسرائیلي مقاماتو په خبره، ۱۱۹۰ زیاتره ملکي کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول چې ۱۲۰ یې ویل کیږي چې تراوسه په غزه کې پاتې دي، او ۳۷ یې، د اسرائیل د پوځ په وینا، وژل شوي دي.

ددغه برید په ځواب کې، د حماس په خلاف په غزه کې د اسرائیل په پراخو عملیاتو کې، د حماس د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، ۳۶۴۳۹ کسان وژل شوي چې ډیری یې ملکي وګړي دي.

خامنه يي چې تهران ته نږدې د خمیني په قبر راټولو شویو زرګونو کسانو ته یې وینا کوله، وویل: "صهیونیست رژیم په تدریجي ډول د نړۍ د خلکو د سترګو په وړاندې ماتیږي... امریکا به یې هم ډیر ژر له ملاتړ څخه لاس واخلي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG