د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې اوسېدونکي: رئیسي 'یوازې کنډوالې' زموږ په برخه کړي


د اکتوبر راهیسي د ایران د ملاتړ لرونکې حماس ډلې او اسرائیل ترمنځ جګړه کې د غزې زیاتره برخه په کنډوالو بدله شوې ده.
د اکتوبر راهیسي د ایران د ملاتړ لرونکې حماس ډلې او اسرائیل ترمنځ جګړه کې د غزې زیاتره برخه په کنډوالو بدله شوې ده.

د غزې یو شمير اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ می ۲۰ (غویي ۳۱) د یو هلیکوپتر د غورځېدو په پیښه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په مړینه غمرازي ونه ښودله او هغه یې په جنګ ځپلې غزه کې د کړاونو په مخنیوي کې ناکام وباله.

د رئیسي مړینه د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه تائید شوه چې د ژغورونکو ډلې د ایران د لویدیځ په ځنګلي غزنۍ سیمه کې د نسکورې شوې الوتکې پاتې شونې وموندل. دا هلیکوپتر د یکشنبې په ورځ غورځېدلې وه او پکې د رئیسي ترڅنګ یو شمېر نور لوړپوړي ایراني چارواکي سپاره وو.

د حماس اورپکې ډلې چې له ایران څخه مالي او پوځي مرسته ترلاسه کوي، د رئیسي په مړینه غمرازي ښودلې او هغه یې د فلسطینیانو "د مقاومت د ملاتړ او پیوستون د دوامدارو هلوځلو" له کبله ستایلی دی.

خو د اکتوبر اوومې راهیسې د اسرائیل او حماس په جګړه کې د مرکزي غزې د دیر البلاح د ځپل شوې سیمې اوسېدونکو فرانس پرس ته ویلي، دا د غزې تړانګې ته د رئیسي میراث دی چې د فلسطیني وګړو په اړه د هغه بې کفایتۍ دا تړانګه په کنډوالو بدله شوې ده.

په زیات شمېر فلسطینيان اوس د جګړې له ویرې د جنوبي رفح ښار څخه مرکزي غزې ته تللي. د دغه سیمې اوسېدونکي، ناجي خدیر وویل: "هغه [ابراهیم رئیسي] هېڅکله زموږ ملاتړ نه دی کړی، هېڅکله یې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او هېڅکله یې د اوربند غوښتنه نده کړې."

د غزې یو بل بې ځایه شوي اوسېدونکي جلیل خدري وویل: "هغه زموږ لپاره هیڅ معنی نلري او د غزې لپاره هیڅ شی نه دی."

ایران په اسرائیل باندې د حماس د اکتوبر د اوومې برید "بریالیتوب" بللی، خو په برید کې یې د خپلې مستقیمې ښکېلتیا څخه انکار کړی دی. د سرائیل د شمېرو له مخې، په دغه برید کې ۱۱۷۰ زیاتره ملکي خلک ووژل شول.

ددغه برید په ځواب کې، د حماس د لمنځه وړلو لپاره د اسرائیل د پراخو هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې، په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت په حواله، لږ تر لږه ۳۵۵۶۲ تنه وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG