د لاس رسي وړ اتصالات

رئیسي: د اسرائیل کړنې به هر کس مجبور کړي چې اقدام وکړي


د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي نن د اکټوبر په ۲۹ (لړم ۷مه) یو ځل بیا پر غزې د اسرائیل په بریدونو باندې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پر غزې د اسرائیل هوايي بریدونه "له سرې کرښې اوښتي دي".

رئیسي د ایکس په ټولنیزه پاڼه لیکلي: "د صهیونیسټي رژیم جنایتونه له سرو لیکو څخه اوښتي دي او دا کار کیدای شي هرڅوک تحرک ته اړ باسي. واشنګټن له موږ څخه غواړي چې اقدام ونه کړو، خو په خپله د اسرائیل څخه پراخ ملاتړ کوي."

د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا د اسرائیل پر خاوره له برید وروسته، چې ویل کېږي ۱۴۰۰ کسان په کې ووژل شول، تل ابیب د غزې تړانګه محاصره کړې او پرله پسې یې پرې ځمکني او هوايي بریدونه کړي دي. د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې تر ۸۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې ۵۰ سلنه یې ماشومان دي.

د ایران ولسمشر پر امریکا باندې په نیوکې سره وویل: "د امریکایانو پیغامونو ته د مقاومت د ډلو له خوا په علني توګه ځواب ورکړل شوی، خو عجیبه داده چې امریکایان نورو ته ووايي چې اقدام مه کوئ او دوی په خپله په غزه کښې د جنایتونو د ترسره کولو لپاره د نړۍ د خلکو د سترګو په وړاندې د صهیونیستانو د اړتیا وړ وسلې، تجهیزات او امکانات برابروي."

ایراني مقامات د مقاومت اصطلاح د حزب الله، د یمن حوثي یاغیانو او په عراق او سوریه کې د نورو ځواکونو لپاره کاروي.

که څه هم څرګنده نده چې رئیسي کومې ډلې ته د مقاومت اصطلاح کارولې، خو په دې وروستیو کې په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه زیات شوي او حزب الله هم له اسرائیلي ځواکونو سره نښتې کړې دي.

ایران چې د حماس ملاتړی دی پر اسرائیل باندې د دغې ډلې حمله د "صهیونیستانو په وړاندې بریا" بللې ده.

رئیسي په هغه مرکه کې چې د ایرنا رسمي خبري آژانس خپره کړې، ویلي: "د مقاومت ځواکونه که په فلسطین، لبنان او یا د سیمې په نورو برخو کې دي، هغه ځواکونه دي چې د خلکو له منځ څخه راټوکیدلي چې له ظلم او ستم څخه ستړي شوي او سره راغونډ شوي دي... او حتما د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا یې ملاتړ کیږي."

دمخه تر دې یو شمېر لویدیځو چارواکو ویلي و چې ښايي ایران پر اسرائیل باندې د حماس په برید کې لاس ولري، خو رئیسي وویل چې تهران پر اسرائیل د حماس په برید کې ښکیل نه و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG