د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: نتنیاهو په غزې کې جګړه د خپل سیاسي ژغورنې لپاره غځوي


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو په غزې کې جګړه په سیاسي توګه د ځان ژغورلو په خاطر غځوي.

ښاغلي بایډن چې د اسرائیل – حماس جګړې پیل کیدو په سر کې یې د اسرائیل سره پراخ نظامي او اقتصادي ملاتړ څرګنداوه پدې تیرو څو میاشتو کې په غزې کې د ډیر شمیر ملکیانو وژل کیدو او د اسرائیل لخوا د جګړې په بڼې اعتراضونه ډیر کړیدي.

د امریکا مشر سه شنبه جون څلورمه ( غبرګولي ۱۵) په تازه مرکې کې وویل، "ټول دلایل شته چې باور وشي صدراعظم نیتن یاهو شخړه پدې خاطر غځولې چې خپل ځان په سیاسي توګه وژغوري".

پداسې حال کې چې په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیلي ځواکونو جګړه نږدې اته میاشتې کیږي چې روانه ده خو په نیتن یاهو د جمهور رئیس بایډن، د نړۍ نورو مشرانو او پخپله په اسرائیل کې دننه د جګړې پای ته رسولو او نه رسولو په هکله فشارونه ډیر شوي.

د اسرائیل د کابینې ځینو غړیو آن خبرداری ورکړی که نیتن یاهو په غزې کې د اوربند او برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن طرحه ومني، دوي به د ائتلافي حکومت سره پریکون وکړي.

خو داسې ښکاریده چې جمهور رئیس بایډن د سه شنبې په ورځ پدې هکله خپل نظر بدل کړی و چې ګواکې د اسرائیل مشر په غزې کې د جګړې سره سیاسي چلند کوي او د یوې پوښتنې په ځواب کې یې وویل چې نیتن یاهو کوښښ کوي یوه جدي موضوع حل کاندي.

بایډن دا هم ومنله چې د نیتن یاهو سره یې اړیکې پداسې حال کې خړې پړې دي چې په غزې کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې تر ۳۶ زرو ډیر کسان وژل شویدي چې ملکیان او وسله وال دواړه پکې شامل دي.

د بایډن او نیتن یاهو تر منځ په ځانګړې توګه پدې موضوع اختلاف دی چې په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو وروسته آیا د دې تړانګې واک د فلسطین ادارې ته چې مشري یې محمود عباس کوي، په لاس کې ورکړل شي که نه.

متحده ایالات ددې نظر پلوي کوي خو اسرائیل یې نه مني او پخپله نیتن یاهو هم په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو وروسته پلان ندی په ډاګه کړی او یوازې دومره یې ویلي چې د حماس پر ځای په بدیلې ادارې کار کوي.

جمهور رئیس بایډن وویل چې د غزې جګړې په هکله یې د اسرائیل د مشر سره یې غټ اختلاف پدې کې دی چې پدې تړانګې کې د جګړې پای ته رسیدو وروسته څه کیږي؟ د تړانګې کنټرول به د چا سره وي او آیا د اسرائیل ځواکونه به بیرته هلته ولاړ شي؟

په غزې کې جګړه د حماس د اکتوبر اوومې له هغه بې ساري برید وروسته پیل شوه، چې د اسرائیل د شمیرو له مخې، شاوخوا ۱۱۷۰ ملکي کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې تر ۳۶۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG