د لاس رسي وړ اتصالات

قطر: اسرائیل تراوسه غزه کې د اوربند د معاملې په اړه 'روښانه دریځ' ندی څرګند کړی


د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري
د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري

په غزه کې د اوربند د هڅو په لړ کې قطري منځګړو د سه شنبې په ورځ جون څلورمه (غبرګولي ۱۵) وویل چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن له خوا وړاندې شوې د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو معاملې ته د اسرائیل "روښانه دریځ" ته انتظار باسي.

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري وویل: "موږ لا تر اوسه د بایډن له خوا د ایښودل شویو اصولو په اړه د اسرائیل د حکومت روښانه دریځ نه دی لیدلی." هغه زیاته کړه چې نه حماس او نه هم اسرائیل تراوسه "مثبت ځواب " ورکړی دی.

انصاري یوې خبري غونډې ته وویل: "موږ د اسرائیل د وزیرانو متضاد بیانونه اورېدلي دي، چې موږ ته د میز په سر د دې اوسني وړاندیز په اړه د اسرائیل د مشخص دریځ په اړه ډېر باور نه راکوي."

دغه قطري چارواکي زیاته کړه چې د حماس ډلې هم تر اوسه په دې اړه مشخص غبرګون نه دی ښودلی.

انصاري وویل: "موږ د دواړو خواوو هیڅ داسې بیان نه دی لیدلی چې موږ ته ډاډ رکړي... خو دا بهیر پرمختګ کوي او موږ له دواړو خواوو سره پر میز د موجودو وړاندیزونو پر سر کار کوو."

د قطر، امریکا او مصر منځګړي له څو میاشتو راهیسې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند کیدو او بندیانو د تبالې لپاره په خبرو بوخت دي.

د نومبر په میاشت کې د جګړې د اوو ورځو وقفې پرته چې په ترڅ کې یې ۱۰۰ یرغمل خوشې شول، دغه خبرې تراوسه د اوربند په عملي کولو ندي بریالۍ شوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ د خبرو د بیا پیلولو غږ وکړ. هغه وویل چې اسرائیل په غزه کې د حماس ډلې لخوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په ګډون د بشپړ اوربند لپاره د درې پړاونو نوې لار نقشه وړاندې کوي.

د امریکا د ولسمشر په وینا، د اسرائیل ددې وړاندیز له مخې به لومړی د شپږو اونیو اوربند پلي شي او په ترڅ کې به یې اسرائیلي ځواکونه د غزې له ګڼ میشتو سیمو ووځي او د یرغمل شویو او بندیانو تبادله به پیل شي.

بیا به دواړه خواوې د یو تلپاتې اوربند لپاره خبرې اترې کوي او اوربند به تر هغه وخته دوام وکړي چې دا خبرې روانې وي.

بایډن وویل چې په خپل وروستي پړاو کې به دا پلان د حماس له واک پرته د ویجاړې شوې فلسطیني خاورې د بیارغونې لامل شي.

انصاري وویل: "په نړیواله کچه یو حرکت موجود دی چې د متحده ایالاتو لخوا پرمخ وړل کیږي ... خو موږ باید ډیر محتاط واوسو. موږ د منځګړیو په توګه له خپل نفوذ څخه کار اخلو... ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې دواړه خواوې روان وضعیت او یوې موافقې ته د رسیدو اړتیا درک کړي."

سپینه ماڼۍ وايي، بایډن د دوشنبې په ورځ د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره خبرې وکړې او هغه ته یې وویل چې حماس له اسرائیل سره د غزې د اوربند د موافقې یوازینی خنډ دی او له هغه یې وغوښتل چې پر دغه ډله فشار راوړي چې دا غوښتنه ومني.

په غزه کې د اوربند لپاره خبرې اترې د می په لومړیو کې په داسې حال کې ودرول شوې چې اسرائیل د غزې په جنوبي ښار رفح کې ځمکني عملیات پیل کړل.

د منځګړو لخوا وړاندې شوی مذاکراتي چوکاټ وړاندې د حماس له غوښتنو سره په ټکر کې واقع شوی او اسرائیل ټینګار کړی چې باید اجازه ورکړل شي چې په دې ترڅ کې د حماس د لمنځه وړلو د هدف لپاره خپل عملیات جاري وساتي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG