د لاس رسي وړ اتصالات

جي – ۷ هیوادونو غزې کې د اوربند لپاره د بایډن له پلان ملاتړ څرګند کړ


آرشیف
آرشیف

سپینې ماڼۍ دوشنبه جون دریمه ( غبرګولي ۱۴) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د نړۍ اوو سترو اقتصادي هیوادونو یا جي -۷ مشرانو په غزې کې د اوربند او برمته شویو کسانو خوشې کیدو په لپاره د جمهور رئیس جو بایډن د "جامع" طرحې سره ملاتړ څرګند کړی.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي، " مونږ د جي -۷ هیوادونو مشران په بشپړه توګه د جمهور رئیس بایډن لخوا په ډاګه شوې جامع طرحه منو او ملاتړ یې کوو چې په سمدستي توګه په غزې کې د اوربند، ټولو برمته شويو کسانو را خلاصون او په ټولې غزې کې به د دوامداره او د پام وړ توګه د بشري مرستو ډیروالي سبب کیږي".

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې دا طرحه به د اسرائیل د ګټو او په غزې کې د ملکیانو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

په اعلامیې کې راغلي، "مونږ خپل ملاتړ د داسې اعتبار وړ د سولې طرحې ملاتړ کوو چې د دوو بیلو دولتونو جوړیدو سبب شي".

د جي – هیوادونو مشرانو پدې اعلامیې کې همدارنګه د حماس څخه هم غوښتي چې د جمهور رئیس جو بایډن طرح ومني او د ټولو هغو هیوادونو څخه هم چې په حماس نفوذ لري غوښتي چې دا ډله وهڅوي چې دا طرح ومني.

جمهور رئیس بایډن، چې په پیل کې یې پر غزې باندې د اسرائیل له برید څخه ملاتړ کوه خو اوس په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو د تلفاتو غندنه کوي، د جمعې په ورځ مۍ ۳۱ د نتنیاهو د دولت له خوا ورته سپارل شوې طرح خپره کړه.

ښاغلي بایډن چې د لومړي ځل لپاره یې په غزه کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې پای ته رسولو د حل لارې په هکله مهمه وینا کوله، وویل د اسرائیل لخوا نوې وړاندیز شوې طرحه درې پړاوه لري چې په لومړي کې به یې په غزه کې د شپږو اوونیو لپاره اوربند وشي، اسرائیلي ځواکونه به د غزې تړانګې له ټولو ګڼ میشتو سیمو څخه په شا شي او د حماس له خوا ځینې یرغمل شوي بیرته خوشې شي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس له سپینې ماڼۍ څخه په تلویزیوني وینا کې وویل: "د دې جګړې د پای ته رسیدو وخت راغلی. اسرائیل نوی جامع وړاندیز کړی. د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدو او تل پاتې اوربند یوه طرحه دده.“

بایډن په تیرو څو میاشتو کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له څو وړاندیزونو څخه هرکلی کړی دی چې د هر یو چوکاټ له وروستي وړاندیز سره ورته‌والی درلود خو یو یې هم عملي نشو.

د حماس ډلې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د وروستۍ طرحې هرکلی کړی دی.

د حماس یو لوړپوړي چارواکي اسامه حمدان د شنبې په ورځ الجزیرې ته وویل: "د بایډن په وینا کې مثبتې خبرې شاملې وې، خو موږ غواړو چې دا نظرونه د یوې هراړخیزې موافقې په چوکاټ کې عملي شي ترڅو زموږ غوښتنې پوره کړای شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG