د لاس رسي وړ اتصالات

له لبنان څخه د اسرائیل په شمالي سیمو د توغنديو برید شوی


له لبنان څخه وار شوي توغندي د اسرائیل په شمال کې حاد نس ښارګوټي ته څېرمه لګېدلي چې په ځینو ځایونو کې د اور لګېدو لامل شوي دي
له لبنان څخه وار شوي توغندي د اسرائیل په شمال کې حاد نس ښارګوټي ته څېرمه لګېدلي چې په ځینو ځایونو کې د اور لګېدو لامل شوي دي

د اسرائیل پوځ وايي، له لبنان څخه د چهارشنبې په ورځ جون ۱۲ (غبرګولي ۲۳) د اسرائیل پر شمالي سیمو باندې شاوخوا نوي توغندي وار شوي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې، د اسرائیل په یو برید کې د لبنان په جنوب کې د حزب الله ډلې یو لوړپوړلی قومندان وژل شوی و.

د اسرائیل پوځ په یوه خبرپاڼه کې وویل: "شیبه وړاندې، شاوخوا ۹۰ توغندي ترسترګو شوي چې د لبنان له لورې وار شوي." په خپرپاڼه کې ویل شوي چې یو شمېر توغندي په هوا کې خنثا شوي او ځینې یې د اسرائیل په شمال کې لګېدلي چې په ځینو سیمو کې د اور لګېدو لامل شوي دي.

په غزه کې د اکتوبر په اوومه د حماس او اسرائیل د جګړې د پیل راهیسې، په لبنان کې د حزب الله د اورپکو ډله تقریبا هره ورځ پر پوله باندې د اسرائیل له پوځ سره د توغندیو ډزې تبادله کوي.

د هوا له تودېدو سره، په وروستیو ورځو کې ددغو بریدونو له کبله د پولې دواړو غاړو ته بوټو اور اخیستی دی.

د لبنان له لورې د توغندیو تازه برید له هغه وروسته کیږي چې د اسرائیل د سه شنبې د ورځې په یو برید کې د حزب الله ډلې یو لوړپوړی قومندان ووژل شو.

حزب الله ددغه قومندان نوم طالب سمیع عبدالله ښودلی، چې په ۱۹۶۹ کې زیږېدلی او د ابو طالب په نوم هم یادېده.

د لبنان د پوځ یوې سرچینې وویل چې، "دا د جګړې د پیل راهیسې د حزب الله ترټولو مهم قومندان و چې وژل کیږي."

دغې سرچینې وویل چې د اسرائیل توغندی له پولې ۱۵ کیلومتره لیرې د لبنان په جوائیه ښارګوټي کې لګیدلی او پکې درې نور کسان هم وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG