د لاس رسي وړ اتصالات

د  اسرائیل پوځ: په لبنان کې مو د حزب الله د رضوان ځواکونو یو قومندان وواژه


د حزب الله جنګیالي
د حزب الله جنګیالي

د اسرائيل پوځ نن دوشنبه اپریل اتمه (حمل۲۰) اعلان وکړ چې په لبنان کې یې تېره شپه په یو هوايي برید کې د حزب الله ډلې د رضوان ځواکونو یو قومندان وژلی دی.

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې جنګي الوتکو یې په یو برید کې د رضوان د ځانګړو ځواکونو قومندان علي احمد حسین او دوه نور کسان وژلي دي.

د اسرائیل پوځ په اعلامیې کې ادعا شوې ده چې حسین په اسرائیل باندې د بېلا بېلو بریدونو مسئول و.

د حزب الله ډلې منلې چې یو غړی یې حسین، چې په عباس جعفر هم مشهور و، وژل شوی دی، خو د ځای او وخت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. د حزب الله په اعلامیې کې د حسین موقف هم څرګند شوی نه دی.

خو د دغې ډلې یوې سرچېنې فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې د اسرائيل په یو هوايي برید کې د حزب الله یو قومندان وژل شوی دی.

د حماس اواسرئيل ترمنځ د جګړې له پیل راهېسې اسرائيل په لبنان کې د حزب الله په ډلې وخت ناوخت بریدونه کوي‌ او دا ډله هم په اسرائيل باندې توغندي واروي.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل چې د چارواکو په وینا ۱۱۷۰ تنه یې وژل چې اکثریت یې ولسي خلک وو.

په غزې کې د روغتیا مسئولین وايي چې د اسرائيل په هوايي بریدونو کې تر دې دمه څه باندې۳۳۰۰۰ تنه وژل شوي‌ دي،‌چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG