د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د لبنان په شمال ختیځ کې د حزب الله په مرکز بمباري کړې


په هوایي بریدونو کې د دریو تنو ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.
په هوایي بریدونو کې د دریو تنو ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

د اسرئیل پوځ په سیمه ایز وخت یکشنبه مارچ ۲۴ (وري پنمه) د لبنان په شمال ختیځ کې د حزب الله وسله والې ډلې مرکز بمبار کړی چې د چارواکو په وینا درې تنه په کې ټپي شویدي.

بمباري د بعلبک ښار سره نږدې شوې چې د حزب الله قوي مرکز دی.

د بعلبک ښاروال، بشیر حضر د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې بمباري د شپې ناوخته شوې او درې تنه په کې ټپي شوي خو دا یې نه دي ویلي چې ټپي شوي کسان د حزب الله غړي دي که عام خلک دي. حضر دا هم ندي ویلي چې دا درې تنه برسیرن که زیات ټپي شوي.

د اسرائیل دې هوایي برید څخه یوازې څو ساعته وړاندې د حزب الله ډلې ویلي وو چې د اسرائیل په شمال کې یې د دې هیواد د توغنديو په دفاعي سیستم (آیرن ډوم) باندې د برید کولو لپاره د دوو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو څخه کار اخیستی و چې چاودیدونکي مواد په کې ځای پر ځای شوي و.

د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې هوایي بریدونه د کار په یو ځای باندې شوي چې د حزب الله ډلې ترې د نظامي فعالیتونو لپاره کار اخیسته.

پوځ همدارنګه ویلي چې د هوایي بریدونو څخه وروسته د لبنان څخه په اسرائیلو نږدې ۵۰ توغندي وار شوي چې ځیني یې ویشتل شوي او له منځه وړل شوي خو ځینې یې بیا په هغو سیمو لګیدلي چې خلک په کې نه اوسیږي.

د تیر کال اکټوبر میاشتې راهیسې چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه پیل شوې، دا څوم ځل دی چې د اسرائیل پوځ په لبنان کې د حزب الله مرکزونه بمباري کوي.

د همدې روانې مارچ میاشتې په ۱۲ مې هم د بعلبک ښار سره نږدې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او ۲۰ نور ټپي شول.

حزب الله هم چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د غزې جګړې پیل کیدو راهیسې د لبنان پولې سره نږدې د اسرائیل په نظامي پوستو بریدونه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG